د ۱۳۹۸ کال د زمري میاشت کې د ۱۳۴۴۸ کسانو ستونزو ته رسیدګي شوې ده

ago_admin
Thu, Aug 22 2019 3:14 PM
ago

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، انساني کرامت ته په درناوي او د هېواد د نافذه قوانینو او د هېوادوالو د شرعي او بشري حقونو په رعایتولو سره په بې پرې او خپلواکه توګه د روان کال په زمري میاشت کې، د مرکز له ازادۍ  محروم ځایونه وڅېړل، چې په پایله کې یې د ۱۳ زره او ۴۴۸ محجوزو، مظنونو، تورنو او محبوسو کسانو ستونزو ته رسیدګي شوې ده.

له ازادۍ پر محرومو ځایونو د نظارت څارنوالۍ د عمومي ریاست د راپور پر بنسټ، د روان کال د زمري میاشت کې د کابل ولایت د مرکز له ۶۳ محبوسینو، د نارینه توقیف خونې له ۱۶۵ تورنو کسانو، د نارینه نظارت خونې له ۵۰ مظنونینو، د ښځینه توقیف خونې او محبس له ۷۰ تورنو او محبوسو او د کابل ولایت د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز له ۲۵۱ محجوزینو سره په مستقیم ډول خبرې شوې او د قانوني ستونزو د حل په اړه یې لازم او قانوني ګامونه اوچت شوي دي.

د نارینه ازادۍ محرومو ځایونو کې د ترسره شوې څېړنې او نظارت په ترڅ کې ۳۳ محبوسین او ۷۰ نور بندیان، چې په شورشي قضیو کې له ټاکل شوې قانوني مودې څخه زیات بندیان و؛ ازاد او ۸ کسان د صعب العلاجه ناروغیو د تشخیص په موخه د صعب العلاجه ناروغیو د تثبیت ټاکل شوي کمېسیون ته ور وپېژندل شول.

له بلې خوا، د یو زر او ۳۰۰ بندیانو دوسیې بیا کتل شوې، چې له دې جملې څخه د ۶۰۰ دوسیو د محاکماتي بهیر د چټکۍ لپاره اړونده څارنوالیو ته خبر ورکړل شوی دی.

راپور کې راغلي چې، په نظارت خونه، توقیف خونه، د ښځینه ازادۍ محرومو ځایونو او د کابل ولایت ښځینه محبس کې له ۳۰ توقیفي کسانو او ۴۰ محبوسینو سره مخامخ خبرې شوې دي او د رسمي پاڼو له لارې اړونده بنسټونو ته د توقیف شوو کسانو د برخلیک ټاکلو او د دوی د قانوني ستونزو د حل په موخه لازم هدایتونه ورکړل شوي او پردې سربېره د ۶۵ ښځینه تورنو د دوسیو د برخلیک ټاکلو په اړه اړونده مراجعو ته هم خبر ورکړل شوی دی.

په راپور کې د وړاندې شوې شمېرې له مخې، د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز په ازادو او بندو ځایونو کې د درېیو ښځینه محجوزینو په شمول ۲۵۵ محجوزین تر حجز لاندې دي. له دې جملې څخه شپږ کسان چې د حبس موده یې بشپړه کړې وه، د لویې څارنوالۍ له څېړنو وروسته له حجز څخه ازاد شول.

د یاد ریاست د نظارتي کمېټو د راپور او دوامداره نظارت پر بنسټ، د یاد مرکز له ازادۍ محرومو ځایونو خونې، چې بندیانو یې له غوماشو شکایت درلود؛ د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ دواپاشي شوې دي.

د دې تر څنګ د څرخي پله زندان ساحه کې بندیانو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د پنځوس بستریز روغتون د بنسټ ډبره هم اېښودل شوې ده.

همدارنګه په یاد مرکز کې د نارینه او ښځینه محبوسینو لپاره د دیني او حیاتي زده کړو په برخه کې د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب پلي کول، ښځینه محبوسینو ته د قالین اوبدلو کارځای جوړول، د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز کې د اړینو درملو، لابراتوار، غاښونو، غوږ، ستوني او عمومي داخلې  د برخو په لرلو سره د مجهز(OPD) کلینیک جوړول، په یاد مرکز کې کسبي زده کړو لکه: بوټ ګنډنې، خیاطۍ، نجارۍ او فلز کارۍ ته د زمینې برابرول، همداراز یاد مرکز ته د کتابتون پرانستل هغه څه دي، چې لویې څارنوالۍ په خپلو هڅو او د اړونده بنسټونو په همکارۍ سره ترسره کړي دي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS