د ۱۹۴۹ کال د ژنیوا کنوانسیونونو د ۷۰ کلیزې نمانځغونډې ته د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي وینا

ago_admin
Mon, Sep 23 2019 2:38 PM
حمیدی

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ښاغلی مرستیال صاحب، د عدلیې وزیر صاحب، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال صاحب، د سره صلیب د کمېټې رئیس صاحب، د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیر اغلې سیما سمر، نړیوالو همکارانو او ټولو حاضرینو ته؛ اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

په پیل کې له بهرنیو چارو وزارت او د سره صلیب له نړیوالې کمېټې مننه کوم، چې پلازمینه کابل کې یې د ژنیوا د څلورګونو کنوانسیونو د اویایمې کلیزې د نمانځنې په مناسبت چې افغانستان کې یې ۴۱ کاله یې په جګړه کې تېر شوي، دا پروګرام جوړ کړی دی. له غمونو ډک او پر وینو رنګ کابل چې ۴۱ کاله او څو نسله یې په جنګ کې تېر کړي له یادو کنوانسیونونو سره مانا لرونکې او له مفهومه ډکه اړیکه لري. ما د پاریس او ژنیوا په ډېری بحثونو کې چې څو نسلونو یې یوازې د تلویزیون د پردې شاته جنګ لیدلی ګډون کړی ؛ خو موږ هره ورځ جنګ پر خپله غوښه، پوست او وینو تجربه کوو. هغه جګړه چې د څو رژیمونو له بدلون سره سره بیا هم افغانانو ته درد ورکوي او ستونزې یې دوام لري. دغې جګړو زموږ میلیونونه هېوادوال له مړینې، بې وزلۍ، مهاجرت او معیوبیت سره مخ او په نشه یي توکو روږدي کړل، چې دا مسلې د جګړې، مصیبت، بې وزلۍ او بې کارۍ پایله ګڼل کېږي. د یادو جګړو او ناخوالو له امله زموږ هېواد ته له ۱۹۷۸ تر ۲۰۱۹ کال پورې څو ترېلیونه مادي او معنوي زیانونه اوښتې دي.

د جګړې د اصولو د مراعاتولو او انساني کولو لپاره موږ ته د ژینوا د کنوانسیونونو اسناد اړین او معتبر دي. لکه څنګه چې د جمهور رئیس ښاغلي مرستیال صاحب وویل؛ له هغه چې بشریت په دې خاورینه کره پل اېښی، داسې کال نه دی تېر شوی چې هلته دې جنګ نه وي. خو زه وایم، بشریت داسې ورځ نه ده لېدلې چې جګړه دې نه وي پېښه شوې. جګړه یوه اجتناب نه منووکې ناوړه پدېده ده، نو د دې لپاره چې جګړه مو قاعده منده کړې وي، باید په جګړه کې د ناښکېلو کسانو، ښځو او ماشومانو حقوق، عزت، حیثیت، ځان او مال خوندي وساتل شي آن د هغو کسانو ملاتړ وشي چې زموږ دښمنان دي؛ خو نور د جګړې وس نلري.

دا هم باید وویل شي چې هغه مقررات او موخې چې په ژینوا کې دي، د ۱۹۴۹ میلادي کال لاسته راوړنې نه دي.

که موږ فردوسي شاهنامه او د هغه وخت د جګړو «څه ډول له دښمن او اسیر سره چلند وشي» مطالعه کړو پوه به شو، چې له دښمن او اسیر سره به یې په عزت او درناوي چلند کاوه. له هغه مخکې د اسلام تر ظهور وروسته قواعد، مقررات او د حضرت محمد (ص) ټینګار وینو، چې کله به یې جنګي تدارکات نیول، ټولو پیروانو او لښکر ته به یې ویل، چې ماشومان، ښځې او سپین ږیري مه وژنئ، ونې او ځنګلونه مه پرې کوئ، د معبود او هغه چا چې په عبادتخونو کې دي که څه هم مسلمان نه دي؛ ملاتړ وکړئ، د دښمن اوبه مه چټلوئ. که څه هم دغه امرونه او لارښوونې نالیکلې وو؛ خو بیا هم د بشري حقونو، انسان دوستۍ او ژوند کولو مساېل یې مراعاتول. یادې قاعدې، موخې او نړیوال بشردوستانه جدي مقررات زموږ په عننه، فرهنګ او تاریخ کې هم ځای لري.

له علمي او تاریخي اړخه د ژنیوا کنوانسیونونو اهمیت د جمهور رئیس ښاغلي مرستیال صاحب او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال صاحب بیان کړل. که څه هم په تېرو اویا کلونو کې دغو کنوانسیونونو وکولای شوای، چې په جګړه کې د ناخوالو او دردونو مخه ونیسي یا یې کم کړي او له امله یې د میلیونونو انسانانو ژوند هم وژغورل شو؛ خو موږ اوس هم په همغه شدت او وحشت د جګړه ییز مصیبت سره مخ یو، چې لوی لامل یې په چارو او فعالیتونو کې بې پروایي ګڼل کېږي. په دې برخه کې باید په جدیت سره پاملرنه وشي، ترڅو نړیوال قوانین او مقررات داسې عیار شي چې په جنګ کې د ملکي خلکو د تلفاتو او یادو مصیبتونو کچه حد اقل(د زغم وړ) ته راټیټه کړو. بدبختانه هغه څه چې نن په افغانستان کې دوام لري، هېچاته د زغم وړ نه دي او په دې اړوند افغان ملت هره ورځ د یادو ناخوالو، بدبختیو، دردونو او تکلیفونو شاهد دی.

جګړه، له وسلې او مهماتو ګټه اخېستنه، جنګي لارې او ستراتیژۍ، د ملکي کسانو د ساتنې په موخه داسې تدابیر نیول، چې د دوی ملاتړ لوړې کچې ته او تلفات(مرګ ژوبله) ټیټې کچې ته رسوي، له اسیرانو او زندانیانو سره د چلند څرنګوالی له هغو مواردو څخه دي، چې یاد قوانین او مقررات یې روښانه کوي.

په عین وخت کې ستونزې هم شته. غواړم د افغانستان د لوی څارنوال او د دې هېواد د هغه اوسېدونکي په توګه چې ۴۱ کاله یې په جګړه کې تېر شوي او یاد غمونه او دردونه یې زغملي او ګاللي، دا څرګنده کړم چې د بشردوستۍ د نړیوالو قوانینو رعایت ته مناسبه اراده او عزم شتون لري. دا نړیوال قوانین دي، چې په اړه یې زه یوازې د افغانستان د دولت له ادرس څخه خبرې نه کوم، بلکې ټول هغه دولتونو چې د یادو قوانینو غړیتوب لري باید په یوه غښتلې او پرېکنده ارادې سره د ملکي تلفاتو د کچې ټیټولو او د دوی د ملاتړ په موخه جنګي لارو ته بدلون ورکړي.

د نظارت او اجرا وساېلو کمښت یوه بله ستونزه ده. د افغانستان په ۴۱ کلنه جګړه کې لږ تر لږه یو کس هم ځواب ویوونکی نه و. دا یوازې زما درد نه دی؛ بلکې د سوریې، یمن، عراق، لسګونه نورو هېوادونو او زموږ د هغه سیمې درد دی، چې موږ پکې ژوند کوو. موږ به هغه وخت دغه وسائېل مناسب وبولو، چې تر یادو قوانینو پورته پل اېښودوونکي او نقض کوونکي تعقیب او وڅاري. هغه وسائېل چې د یادو قوانینو د اجرا لپاره شتون لري؛ غښتلي او دقیق شوي دي. پر همدې بنسټ هغه کړنې چې د سولې او جګړې په جریان کې ترسره کيږي باید ځواب ویوونکي وي.

له یادو قوانینو څخه ناخبري او نه پوهاوی یوه بله لویه ستونزه ده. په ټوله نړی کې د نظامي بودیجې ډېری برخه د جنګي مهارتونو د زده کړې لپاره ځانګړې کېږي؛ نو موږ هم باید په همغه کچه چې خپل سرباز ته جنګي فن ښیو، د جګړې قانون هم وښیو، ترڅو جګړه منصفانه او عادلانه بڼه غوره کړي او د جګړې پر مهال د ټولو ښکېلو او ناښېکلو خواوو حقونه خوندي او شته دردونه کم شي. یوازې د جګړې فني مهارت ښودل سرباز ته د قوت او زړورتیا ډاډ نشي ورکولای، سرباز باید د جګړې کولو د فن ترڅنګ په قانون هم پوه وي. دا هغه مسله ده، چې نه یوازې افغانستان؛ بلکې ټول هېوادونه باید ورته جدي پاملرنه وکړي او د خپلو ملکي او نظامي مقاماتو په ځانګړې توګه د سربازانو د عامه پوهاوي او روزنې په برخه کې خپلې بودیجې لوړې کړي.

ځینې نورې نړیوالې ستونزې هم شتون لري چې باید ورته اشاره وکړم. له بده مرغه له اتیایمې لسیزې راپدې خوا د بشري حقونو په اړه اندیښنه او تفکر مخ په ټیټه روان دی. په لاتین امریکا، اروپا او د نړی په ځینو نورو برخو کې د پوپولیستي دولتونو، نهضتونو، دوکې او د خلکو غولونې د بشري حقونو نړیوال ارزښتونه له ګواښونو او ننګونو سره مخ کړي دي. د کډوالو ځورونه، له اسلام څخه ډار، پردي تښتونه او ځورونه، نړیوالو بشري حقونو ته نه درناوی هغه جدي مساېل دي، چې د بشریت نن او راتلوونکی ناورین ته بیایي. یو له هغه برخو چې له ګواښونو سره مخ دي؛ چاپېریال، د نړیوالو بشري حقونو ارزښتونه په ځانګړې توګه د ژنیوا کنوانسیونونه او نړیوال جنګي قواعد دي. یادو ټکو ته باید جدي پاملرنه وشي.

لکه څنګه چې مخکې مې وویل، د اغېزناکو ځوابوېیوونکو  مکانیزیمونو نه شتون، دغه برخه په یوې ضعیفې برخې اړولې ده. له قانون څخه ډار د بشرپالنې نړیوالو حقوقو  په رعایت کې شتون نه لري. همدې ټکي ته په کتو، هغو کسانو ته باید له همدې لارې پیغام ورکړل شي، چې د جګړې او سولې پر مهال یې په ملي او نړیوالو برخو کې انساني او بشري ضد اعمال ډېر شوي او دا باید ورته روښانه شي، چې د جګړې پر مهال هېڅوک خپل سري نه دي؛ بلکې د جګړې او له جګړې وروسته د خپلو اعمالو ځوابویونکی دی.

د دغو قوانینو بله ستونزه دا ده، چې ښکېلو هېوادونو له جګړو وروسته، له جګړو د اخېستېو تجربو او درسونو له مخې یاد قوانین په ۱۹۴۹ کال تصویب کړي دي. نن هیڅ دوه هېوادونه په فعاله توګه د جګړې په حال کې نه دي او نیابتي ډلې د دولتونو په نیابت د جګړې په حال کې دي، چې د زرګونو بدبختیو زېږنده بلل کېږي. اوس چې هېوادونه په مخامخه توګه جګړه نه کوي، شاید لوی لامل یې د بشرپالنې له نړیوالو قوانینو  او مسوولیت څخه تیښته وي. دغه لار ورته اسانه او ارزانه ده، چې خپلې ډلې په نورو هېوادونو کې د ملکي افرادو د وژنې په موخه تمویل، تجهیز او ملاتړ کړي. نو هغه هېوادونه چې د دغو کنوانسیونو غړي دي، د یادې تمویل کوونکې جګړې د رعایت مسوولیت لري او هغه تروریستي ډلې، چې د پردیو د ګټو په نیابت د نورو هېوادونو په پولو کې جګړه کوي، باید په نړیوالو قوانینو کې شامل شي.

نه وایم، چې دغه قوانین زاړه دي؛ بلکې دغه قوانین باید د هېوادونو د اړتیاوو له مخې بدلون ومومي، په ځانګړې توګه زه د ۴۱ کالو جنګ او مصیبتونو خبره کوم. پر دې بنسټ تاسې ټول پوهیږئ، چې څوک په کومو هېوادونو کې نیابتي جګړه پر مخ وړي او څوک د خلکو په وژنه او د یادې جګړې تجهیز او تمویل په غاړه لري. په نړیواله کچه تراوسه د هېوادنو د ګټو لپاره د تروریسم او تروریستي ډلو اړوند کوم ځانګړی تعریف شتون نه لري؛ پر همدې اساس ژر تر ژره باید دغه مصیبت ته د پای ټکی کېښودل شي. تور له سپینه بېل شي، تروریست او غیر تروریست وپېژندل شي او ټول د نظم، عدالتي نظام، انصاف او د بشري حقوقو تابع شي.

د افغانستان دولت او نړیوالو ژمنو په هکله خبره کوم. د جزا کود چې اوس نافذ شوی، د افغانستان ټولې نړیوالې ژمنې چې له ربړونې نیولې تر ټول وژنې او همداراز جنګي او د بشریت ضد جنایتونه جرم ګڼي او د هغو لپاره یې جزاوې ټاکلې دي. نور قوانین هم تدوین شوي دي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ژمنتیا او تعهد په ګوته کوي.

د امنیتي ځواکونو د زده کړې او اصلاحاتو په هکله به د ملي دفاع وزارت مرستیال صاحب او نور خبرې وکړي؛ خو زه یو ځل بیا ټینګار کوم، چې زموږ ځواکونه هم د جګړې فن او هم د جنګ قانون زدکړې ته اړتیا لري.

لویې څارنوالۍ د نړیوالو جرمونو د څېړنې ریاست جوړ کړی، چې په دې برخه کې همدا اوس هم څو جرمونه د دغه ریاست تر څېړنې لاندی دي. وروستۍ پېښې او جرمونه چې تاسې یې شاهد یاست د جلال اباد او زرمت پېښې دي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جلالتماب ولسمشر هم په دې هکله خپل تأسف او غمشریکي ښودلې ده. په ورته وخت کې یې د افغانستان لویې څارنوالۍ ته دنده سپارلې، چې دغه مسله وڅېړي. موږ له مخکې تیار و او اوس هم په دې هکله دقیقه او جدي څېړنه روانه ده.

د یو مسوول دولت دنده له امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ دی. د افغانستان ټول خلک د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو او میړانې درناوی کوي، چې همدا اوس هم د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د هېوادوالو د حقونو د ملاتړ، عزت، حیثیت او مقدس حریم د دفاع په موخه مبارزه کوي. سربېره پر دې چې موږ د هغو درناوی کوو او پر وړاندې یې پوروړي یو؛ خو بیا هم د یو مسؤول او ځوابویونکي دولت امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېوادوالو پر وړاندې هغه دي، چې د دوی له ملاتړ سره سره، هر څوک چې د افغانستان اساسي قانون تر پښو لاندې کوي او د سولې او جنګ پر مهال د جرمونو او ګواښونو لامل کېږي؛ مسوول او ځوابویونکی کړي.

بناء یو مسؤول او ځوابویونکی دولت په دواړه لاسو جګړه نه کوي؛ په یو لاس له دښمن سره جنګېږي او بل لاس یې له اساسي قانون، نړیوالو ژمنو او د هېوادوالو له حقوقو او ازادۍ سره تړلی دی.

د افغانستان او نړۍ د بریالیتوب هیله نه په جګړه کې؛ بلکې پر جګړه باندې. په افغانستان کې د سولې او تل پاتې امنیت په هیله!

له پاملرنې مو مننه

 

       

 

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS