لویه څارنوالۍ کې د ښوونکي نړیواله ورځ ونمانځل شوه

ago_admin
Mon, Oct 07 2019 10:26 AM
teacher

په یاده نمانځغونډه کې چې د ۱۳۹۸ کال د تلې پر ۱۵ د لویې څارنوالۍ دارالامان ودانۍ کې جوړه شوې وه، د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون، د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس محمد ناصر همت، د ښځو د ملاتړ رئیسې لیدا حیدري، د وړکتون ښوونکو او د یادې ادارې ځينو کارکوونکو ګډون کړی و.

په مالي او اداري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال وحیدالدین ارغون د ښوونکي مقام ته په درناوي سره وویل: «ښوونه یوه پاکه دنده ده، چې د هېوادونو په پرمختګ کې رغنده رول لوبوي.» د ښاغلي ارغون په خبره، ښوونې او روزنې ته وده ورکول له غربت، بې ځایه کېدو او بیکاریو څخه د خلاصون یوازنۍ لاره ګڼل کېږي. نوموړي د وړکتون ښوونکو ته په اشارې سره وویل، تاسو د ماشومانو لپاره تر ټولو غوره لارښوونکي یاست؛ نو د دوی د ښوونې او روزنې په برخه کې باید زیاته پاملرنه وکړئ. نوموړي همداراز وویل، چې لویه څارنوالي هم د یادې ادارې وړکتون ته جدي پاملرنه کوي.

په ورته مهال کې د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس محمد ناصر همت د ښوونکي د ورځي د مبارکۍ تر څنګ وویل: «ښوونکی هغه څوک دی، چې ټولنې ته مثبت بدلون ورکوي او په دې برخه کې مهم رول لوبوي.» ښاغلي همت، له ښوونځي وړاندې د ماشومانو روزل د دوی بنسټ وباله او ویې ویل، چې دا ښوونه په نړۍ کې د ښوونې او روزنې بنسټيزه برخه جوړوي او ترټولو زیاته پانګه اچونه په همدې برخه کې کېږي. د نوموړي په خبره، لویه څارنوالي د یادې ادارې وړکتون ته جدي پاملرنه کوي او د دغې ادارې ټول شته امکانات یې د دوی په واک او اختیار کې ورکړي دي.

له بلې خوا، لویه څارنوالۍ کې د ښځو د ملاتړ رئیسې لیدا حیدري د وړکتون ښوونکي د ماشومانو د ودې په برخه کې اغېزناک وبلل او ویې ویل: «ښوونکی ماشومانو ته د ژوند کولو څرنګوالۍ، تګلاره ټاکل او د ژوند کولو موخه روښانه کوي.» د آغلې په خبره، هغه ماشومان چې په وړکتون کې په ښوونه او روزنه بوخت دي د نورو په پرتله فعال، زړه ور او توانمن وي.

د یاودنې وړ ده، چې د ښوونکي نړیواله ورځ د تلې پر دیارلسمه چې د میلادي کال د اکتوبر له پنځمې سره برابرېږي، د افغانستان په هره برخه او ځینو نورو هېوادونو کې نمانځل کېږي او لویه څارنوالي یې هم هر کال نمانځي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS