بلاسم خصوصي روغتون د لویې څارنوالۍ له روغتیایي کلینک سره د ۹۵ قلمه درمل مرسته وکړه

دا درمل چې څه باندې یو میلیون او ۵۰۰ زره افغانۍ ارزښت لري، د بلاسم روغتون د مسؤولانو له خوا په رسمي توګه د ۱۳۹۸ کال د لړم پر ۲۹ د لویې څارنوالۍ کلینک ته وسپارل شو.
په مالي او اداري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال په دې مراسمو کې له بلاسم روغتون مننه وکړه، چې د لویې څارنوالۍ له کلینک سره یې د اړینو دارو درملو په برخه کې مرسته وکړه او له دوی یې وغوښتل، چې په راتلوونکي کې هم په دې برخه کې همکاري وکړي.
له دې سره سم د بلاسم روغتون مسؤول ډاکتر منصور ملاخېل وویل، چې لویه څارنوالي د دولت یوه بنسټيزه برخه ده او کړنې او لاسته راوړنې یې هېوادوال ستایي. ښاغلي ملاخېل زیاته کړه: «د یوه ډاکتر په توګه، دا خپل مسؤولیت ګڼم څو د هېوادوالو په ځانګړې ډول د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو د روغتیا لپاره هڅې وکړم.» د نوموړي په خبره، دا یوه ابتدایي مرسته وه او په راتلوونکي کې به د روغتیا په برخه کې د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې ترڅنګ د یاد کلینک د اړینو تجهیزاتو لپاره هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي.