د لویې څارنوالۍ عالي شورا ناسته وشوه

ago_admin
Wed, Dec 11 2019 7:12 PM
شورای عالی

د لویې څارنوالۍ عالي شورا ناسته، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ پر شلمه وشوه.

د ناستې په پیل کې، لویه څارنوالۍ کې د نظامي زده کړو د کورسونو په اړه، چې د لویې څارنوالۍ د عسکري چارو مرستیالۍ او مسلکي زده کړو ریاست له خوا یې طرحه وړاندې شوې وه، بحث وشو.

د لویې څارنوالۍ عالي شورا؛ عسکري برخه کې د لوی څانوال د مرستیال په مشرۍ د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې له جرمونو سره د مبارزې  څارنوالۍ، عسکري برخه کې له اداري فساد سره د مبارزې څارنوالۍ، د بشري سرچینو د پراختیا عمومي ریاست او مسلکي زده کړو ریاست د عمومي رئیسانو په ګډون جوړه شوې کمېټه مؤظفه کړه، څو یاده طرحه په هر اړخیزه توګه وارزوي او پایله یې راتلونې ناستې ته وړاندې کړي.

د ناستې په دویمه برخه کې، د ډایکندي اسیناف څارنوالۍ ریاست د عمومي جزا څارنوالۍ ریاست د اجرائیه مامور د کار د دوام او د توقیف شوې مرحلې د معاشاتو په اړه بحث وشو.

عالي شورا په دې تړاو داخلي تفتیش ریاست ته دنده وسپاره، څو په دې اړه د ملي امنیت د عمومي ریاست کړنې په جدي توګه وڅېړي او پایله یې راتلوونکې ناستې ته وړاندې کړي.

د ناستې په درېیمه برخه کې، د بدخشان واخان ولسوالۍ د اوسېدونکي نورعلي د محمد کریم زوی د غلا دوسیې په تړاو د بدخشان استیناف څارنوالۍ پر استهدایه چې د جزایي اجرااتو قانون د ۷۶ مادې څلورمې فقرې له مخې، د محکوم بها د مجازاتو د درېدو په اړه ده، بحث وشو.

عالي شورا پرېکړه وکړه، چې د تدقیق او مطالعاتو څارنوالۍ عمومي ریاست دې په دې برخه کې د قوانینو د مادو د تفسیر په موخه وړاندیز ترتیب کړې او د تحریراتو او دارالانشأ ریاست له لارې دې یې د قانون حاکمیت عالي شورا ته واستوي. همداراز د بدخشان استیناف څارنوالۍ د استهدایي په تړاو دې هم د قانون د احکامو په رڼا کې قانوني مشوره، مستهدې مرجع ته واستوي.

د ناستې په پای کې، د عالي شورا ناستې غړو د ملکي او نظامي برخې د ۹۸ څارنوالانو د کادري درجو لوړوالي منظور کړ.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS