څارنپوه نورحبیب جلال: هر اړخیزه او دقیقه همغږي موخې ته د رسېدو یوازینۍ لاره ده

ago_admin
Tue, Jan 14 2020 4:26 PM
کنفرانس منع خشونت

د تحقیق چارو مرستیال او د لویې څارنوالۍ سرپرست څارنپوه نورحبیب جلال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالانو سرتاسري کنفرانس کې وویل، چې هراړخیزه او دقیقه همغږي له شته سرچینو څخه د ګټې اخېستنې او موخې ته د رسېدو یوازینۍ لاره بلل کېږي.

دغه کنفرانس کې، د بشري حقونو چارو کې د دولت وزیر، اطلاعات فرهنګ سرپرست، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو له سرغړونو سره د مبارزې چارو کې د لوی څارنوال مرستیال، مشرانو جرګې د ښځو چارو کمېسیون رئیس او ښځو چارو وزارت، بهرنیو چارو وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون استازو، د لویې څارنوالۍ رئیسانو او د هېواد په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالانو ګډون کړی و. یاد کنفرانس د ۱۳۹۸ کال د مرغومي پر ۲۴ په کابل سرینا هوټل کې پیل شو.

د لویې څارنوالۍ سرپرست په دغه پروګرام کې وویل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالان باید د ښځو او ماشومانو د حقونو د خوندیتوب په موخه له ټولو اړوند بنسټونو او د ښځو او ماشومانو د حقونو له مدافعو سره لازمه همغږي ولري.

نور حبیب جلال

د ښاغلي جلال په خبره، د یو واحد کاري چلند ایجادول په حقوقي برخه کې د کړنو بنسټ بلل کېږي او باید په دې برخه کې لازمه پاملرنه وشي. نوموړي زیاته کړه، اوسمهال ښځینه څارنوالانې د هېواد په ګوټ ګوټ کې په پوره مېړانې سره د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د حقونو د خوندیتوب، قانون واکمنۍ او عدالت ټینګښت په موخه مبارزه کوي.

ښاغلي جلال وویل، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالان باید له یادې ناوړه پدیدې سره پر مبارزې سربېره، د خپلو کړنو او عامه پوهاوي له لارې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه راټيټه او دغې برخه کې دې پوره هڅې وکړي.

د لویې څارنوالۍ سرپرست زیاته کړه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي څارنوالان دې د خپلو کړنو پر مهال ټولې هغه ستونزې یاداشت کړي، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنيوي قانون کې ورسره مخ کېږي، څو یادې ستونزې حل شي.

له بلې خوا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو له سرغړونو سره د مبارزې چارو کې د لوی څارنوال مرستیالې سینا شنا منصور په دغه پروګرام کې وویل، چې د قانون یو شان پلې کېدو له لارې باید هېوادوالو په تېره ښځو ته د ژوند په ټولو چارو کې د فعالیتونو زمینه برابره شي. د هغې په خبره، د لویې څارنوالۍ رهبري له ښځو سره د تاوتریخوالي ضد جدي مبارزه کوي او ترڅنګ یې په دغه اداره کې د دوی ونډې زیاتوالي، ظرفیت جوړونې او له اداري فساد سره ټینګې مبارزې ته ژمنه ده.

بانو سینا شنا منصور

د اغلې منصور په خبره، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او دې برخه کې د اغېزناکو کړنلارو د موندلو په موخه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمېسیون هر میاشت په مرکز او ولایتونو کې ناستې کوي او ترڅنګ یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالانو د ظرفیت لوړونې په موخه په مرکز او ولایتونو کې رنګارنګ روزنیز پروګرامونه هم جوړوي. هغې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ماشومانو د سرغړونو څارنوالانو سرتاسري کنفرانس، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ماشومانو د سرغړونو څارنوالانو درې ورځنۍ سرتاسري سیمینار، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو قضیو د شاهدانو او زیانمنو د ملاتړ کنفرانس، د ښځو د ملاتړ مرکزونو په تړاو ملي کنفرانس او د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد ۱۶ ورځنۍ کمپاین د یادو پروګرامونه بېلګې وبللې.

دې همداراز لویه څارنوالۍ په ځانګړې ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ماشومانو له سرغړونو سره د مبارزې برخو کې د ښځو د ونډې زیاتوالۍ، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې لویه لاسته راوړنه وبلله.

په ورته مهال کې د بشري حقونو چارو کې د دولت وزیر ډاکتر سیما سمر، غربت د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي اصلي عامل وباله او په خبره یې، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په ټوله نړۍ کې شتون لري؛ خو له بدمرغه په درېیمه درجه هېوادونو په تېره افغانستان کې د تاوتریخوالي شدت زیات او لاره یې بیله ده.

داکتر سیما ثمر

هغې وویل، بې وزلې کورنۍ ښوونې، روزنې او روغتیايي خدماتو ته په سمه توګه لاسرسی نلري او دا هغه عوامل دي، که ورته پاملرنه وشي په ټولنه کې به تاوتریخوالی له منځه ولاړ شي.

له دې سره سم، د اطلاعاتو او فرنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ په دغه پروګرام کې د لویې څارنوالۍ له رهبرۍ مننه وکړه، چې د ښځو ونډې زیاتوالۍ ته یې پوره پاملرنه کړې او ترڅنګ یې له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد اغېزناکه مبارزه کوي. هغې وویل، یادې مسله د دې سبب شوې، څو ښځې پر عدلي او قضايي بنسټونو باور وکړي او خپلې قضیې له دې ادارې سره شریکې کړي.

حسینه صافی

د اغلې صافۍ پر خبره، د قوانینو پلي کول او خلکو ته عامه پوهاوی ورکول له تاوتریخوالۍ سره د مبارزې تر ټولو اغېزناکې لارې دي.

له بلې خوا د مشرانو جرګې د ښځو چارو رئیسې ګلالۍ اکبري او د ښځو چارو وزارت استازي په دغه کنفرانس کې د حقونو مدافع او عدلي او قضایي بنسټونو تر منځ پر همغږۍ، همکارۍ او هغه سیمو کې پر عامه پوهاوي ټینګار وکړ، چې خلک یې رسنیو او ټولنیزو شبکو ته لاسرسۍ نه لري. دوی له رسنیو وغوښتل، چې د قضیو په ځانګړې ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قضیو د تعقیب او محاکمې پړاونه هم له خلکو سره شریک کړي، څو هېوادوال د عدلي او قضایي بنسټونو له ټولو کړنو، لاسته راوړنو او د مجرمینو له محاکمې خبر واوسي.

گلالی اگبری

دا کنفرانس به دوه ورځې دوام وکړي او ګډونوال به یې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړنې پر حلارو خپل نظرونه یو له بل سره شریک کړي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS