د یو ۱۳ کلن ماشوم قاتلین پر اعدام محکوم شول

د کابل استیناف محکمې د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې د جرمونو څېړنو دیوان قضايي پلاوي، د ۱۳۹۸ کال د مرغومي پر ۲۹ اسماعیل د علي احمد او نبي جان د میراجان زوی پر اعدام محکوم کړل. نوموړي کسان د نجم الدین د زوی فیصل د تښتونې او وژنې په تور اعدامېږي.
د مؤظف څارنوال د لاسته راوړنو پر بنسټ، یادو کسانو د ۱۳۹۸ کال د زمري پر ۱۰ دیارلس کلن ماشوم فیصل د کابل ښار له اتمې حوزې تښتولی او د خوشي کېدو په بدل کې یې د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو غوښتنه کړې ده.
د قضیې د څارنوال او کشفي بنسټونو لاسته راوړنې ښيي، چې تورنو کسانو لومړی فیصل وژلی او له دې وروسته یې په ټیلفوني اړېکې سره د نوموړي له کورنۍ څخه د پېسو غوښتنه کړې ده.
د قضیې مؤظف څارنوال د څېړنو تر بشپړاوي، د اتهام نامې او صورت دعوې له ترتیب او د جرم د اثبات لپاره د پنځو الزامي دلیلونو تر راوړنې وروسته د کابل ښار درېیمې حوزې د ابتدایي محکمې د پرېکړې په تائید، له محکمې غوښتې چې دوی اعدام کړي.
د قضایي پلاوي ناستې، د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ پر نهمه د ۹۹ شمېرې پرېکړې په تائید چې د کابل ښار درېیمې حوزې د یادې قضیې په تړاو کړې، هر یو نبي جان د میراجان او اسماعیل د علي احمد زوی د جزا کود د ۵۴۷ مادې لومړۍ فقرې د لومړي، درېیم او شپږم بند په رعایتونې سره د همدې کود د ۵۹۱ او ۵۹۸ مادې له مخې پر اعدام محکوم کړل.
په ورته مهال کې د وژل شوي ماشوم پلار نجم الدین وویل: «که څه هم د محکمې پرېکړه زما زوی بېرته نه شي ژوندی کولای، خو د قاتلینو اعدام به یې نورو ته ښه درس شي.»
نوموړي د عدلي، قضایي او کشفي بنسټونو له اجرااتو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د ورته قضیو جدي څېړنه او پر مجرمینو د قانون پلي کول په ټولنه کې د جرمونو کچه راټيټولای شي.