لويې څارنوالۍ کې د حقوقي زده کړو (ستاژ دورې) ازموینه واخیستل شوه

ago_admin
Thu, Sep 17 2020 3:30 PM
exam

دا ازموینه د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال فرید احمد غوري، په مالي او اداري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال وحیدالدین ارغون، د بشري سرچینو عمومي رئيس محمدناصر همت، د دې ادارې د ځینو نورو رئیسانو او د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د استازي په حضور کې نن پنجشنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي پر ۲۷ د لویې څارنوالۍ په دارالامان ودانۍ کې واخیستل شوه.

دغې ازموینې ته له مرکز او ولایتونو څخه د لويې څارنوالۍ ۲۳۷ کارکوونکو چې ۱۹۵ يې نارینه او ۳۷ يې ښځينه وو، د ګډون غوښتنه کړې وه، چې له دې ډلې ۱۷۲ کسانو د ازموینې شرایط پوره کړي وو او ۶۰ کسان به د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز ته لاره پيدا کړي.

په مالي او اداري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال د ازموینې په پرانیسته کې وویل: «لویه څارنوالي په مرکز او ولایتونو کې د خپلو مسلکي او اداري کارکوونکو پر ظرفیت لوړاوي ټینګار کوي او په دې برخه کې يې بېلابېل لنډمهالي او اوږدمهالي روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي.»

exam

نوموړي زیاته کړه، چې د لويې څارنوالۍ کارکوونکي د لیسانس او ماسټرۍ له زده کړو سره سره د عدالت د ښه ټینګښت او د قانون د واکمنۍ په موخه په نورو مسلکي زده کړو هم بوخت دي. ښاغلي ارغون وویل، چې په همدې موخه لویه څارنوالي هر کال خپل ۶۰ کارکوونکي چې له حقوق او شرعیاتو فارغ وي، د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز ته ورپېژني.

په مالي او اداري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال وویل، چې پخوا دا کسان د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ له خوا غوره کېدل؛ خو اوس دا پروسه د ازادې سیالۍ له لارې کېږي، چې دا د ظرفیتونو د لوړاوي او د عدالت په ټینګښت کې مرسته کوي.

د نوموړي په وینا، که څه هم مسلکي برخو ته د اداري کارکوونکو معرفي کول یو لویه ننګونه ده؛ خو د ادارې رهبري د اداري برخې د دندو د لایحې د تغییر په هڅه کې ده، چې تر دې وروسته به د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو فارغان پر ادارې برخو ونه ګومارل شي. ښاغلي ارغون وویل، له دې سره به موږ وکولای شو، چې په اداري برخه کې دایمي کارکوونکي جذب کړو.

په مالي او اداري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال زیاته کړه، چې زده کړه د کار او ذهنیت په مثبت بدلون کې رغنده رول لوبوي؛ نو د عدلي او قضايي برخې او نورو برخو کارکوونو ته پکار ده، چې د ظرفیت لوړاوي په موخه خپلې هڅې جاري وساتي.

نوموړي ګډونوالو ته په اشارې سره وویل، چې د دغې ازموینې د ګډونوالو سوانح او کاري سوابق په سمه توګه ارزول شوي او که تر ازموینې وروسته کوم ګډونوال له خپلې پایلې راضي نه وي، نو د لويې څارنوالۍ د شکایاتو کمېټې ته خپل شکایت وړاندې کولای شي. نوموړي ټینګار وکړ، چې دا کمېټه په رڼه توګه د شکایت کوونکو شکایتونو ته رسېدنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې لویې څارنوالۍ خپل مسلکي او اداري کارکوونکي د لیسانس او ماسټرۍ او همداراز په کور دننه او بهر کې لنډمهالو کورسونو ته معرفي کړي دي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS