د پلان او راپور جوړونې دوه ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شو

Hussain_admin
Tue, Jan 05 2021 3:05 PM
ago

د پلان او راپور جوړونې دوه ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شو

مرغومي ۱۵، ۱۳۹۹

دا روزنیز پروګرام د لويې څارنوالۍ د پالیسۍ، پلان او نظارت ریاست له خوا د افغانستان د عدلي سکتور (JSSP) په مرسته د دغې ادارې ۳۰ کارکوونکو ته د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي پر ۱۵ د یکشنبې پر ورځ ترسره شو.

د دغه پروګرام د ترسراوي موخه د دې ادارې د کارکوونکو ظرفیت لوړاوی، پلان جوړول، راپور ورکول او په دې برخه کې د ننګونو کمول بلل شوي دي.

د لويې څارنوالۍ د پالیسۍ، پلان او نظارت رئيس رحیم الله صافي د دغه پروګرام ترسراوی ګټور وباله او زیاته یې کړه: «له پلان جوړونې سره بلدتیا د ادارې له اجرااتو سره مستقیمه اړیکه لري.» ښاغلي صافي د دغه پروګرام له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې برنامې دې اعظمي ګټه واخلي او هڅه دې وکړي، چې په خپلو اجرااتو کې په ټولګي کې زده کړي موارد پلې کړي.

د ښاغلي صافي په باور، دا ریاست د ګزارش په برخه کې له ځینو ستونزو سره مخامخ و؛ خو هڅه دې وشي چې دغه ټکي ته پوره پام او په دې برخه کې ستونزې ژر تر ژره هوارې شي. نوموړي زیاته کړه: «د پلان د اجرا په برخه کې د ننګونو د مخنیوي په موخه باید پخپله پلان ګټور او ښه جوړ شي.»

په دغه پروګرام کې د پلان، پلان جوړونې، د پلان موخې، د پلان جوړونې د پړاوونو او ننګونو په تړاو په عملي او تیوري توګه ګډونوالو ته روزنه ورکړل شوه او د دې تر څنګ د راپور د تعریف، ماهیت او جوړښت په اړه هم ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول.

د یادونې وړ ده، چې لویې څارنوالۍ په مرکز او ولایتونو کې تل هڅه کړې، چې د دغې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي په موخه ورته روزنیز پروګرامونه ترسره کړي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS