د زندانونو او د توقیف خونو ریاست ۷ کارکوونکي په مجازاتو محکوم شول

Hussain_admin
Mon, Jan 11 2021 2:54 PM

د زندانونو او د توقیف خونو ریاست ۷ کارکوونکي په مجازاتو محکوم شول

د لوژستیک مدیر مل پاسوال سعادت میر، د کتنې پلاوی هر یو سمونوال سید احمدالله، سمونمل عبدالحمید، څارمن پرویز، سمونمل همایون، سمونمل محمد آصف او سمونیار محمد نعیم له وظیفوي واک څخه د ناوړې استفادې په تور د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز اسیتناف محکمې له خوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي پر ۲۲ په علني توګه محاکمه شول.

د یادو شویو تورنو نسبتي دوسیه د برېښنا د ۶۳ جرمني امپير ۱۳۰۰ اتوماتو فیوزونو د پېرلو په تړاو چې د محابسو او توقیف خونو د اړتیا له مخې اخیستل شوي او د شرطنامې پر خلاف د مرکز په شمول ۳۴ ولایتونو ته توزیع شوي وو، د عدالت د تأمین په موخه تر عدلي تعقیب لاندې راغلې ده.

د دې قضيې په تړاو د څارنوال تر تحقیق وروسته مشخص کېږي، چې تورن له شرکت سره په ګډه د شرطنامې خلاف بې مارکه فیوزونه تسلیم او ۳۴ ولایتونو ته يې ته توزیع او استولو راپور چمتو کړی؛ خو له تحقیقاتو وروسته په ډاګه کېږي، چې دا اجناس د مرکز د محابس او توقیف خونو په شمول ۱۲ ولایتونو ته استول شوي دي.

د قضيې موظف څارنوال د صورت دعوا تر ترتیب او د اسنادو او مدارکو تر بشپړولو وروسته تورنو ته د جزا کوډ د ۴۳۹، ۳۹۱، ۴۰۷، او ۱۷ مادې پر اساس د مجازاتو غوښتنه وکړه.

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز اسیتناف محکمې په علني محکمه کې د تورنو د مدافع وکیل د دفاعیې تر اورېدلو وروسته د زندانونو او توقیف خونو د عمومي ریاست د لوژستیک مدیر مل پاسوال سعادت میر له وظیفوي واک څخه د ناوړه استفادې په تور په اوو کالو او اوو میاشتو تنفیذي حبس او په اتو زرو او ۳۸۵ افغانیو نقدي جزا محکوم کړ.

دغې قضايي ناستې سمونوال سید احمدالله په وظیفوي واک کې د ناوړه استفادې د شراکت په تور په دوو کالو او دوو میاشتو، سمونمل عبدالحمید په یو کال او څلورو میاشتو او څارمن پرویز په یو کال او درېيو میاشتو، سمونمل همایون په یو کال او دوو میاشتو، سمونمل محمد آصف په یو کال او یوه میاشت او سمونیا محمدنعیم په یو کال پنځو میاشتو تنفیذي حبس په مجازاتو محکوم کړل.

د یادونې وړ ده، چې له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدایه محکمې د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ پر ۱۶ دا کسان په همدې موده حبس او نقدي جزا محکوم کړي وو.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS