د لويې څارنوالۍ د کارکوونکو امنیت او خوندیتوب موږ ته لومړیتوب لري

Hussain_admin
Thu, Jan 21 2021 11:48 AM
ago

د لويې څارنوالۍ د کارکوونکو امنیت او خوندیتوب موږ ته لومړیتوب لري

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د افغانستان د عدلي او قضايي سکتور د سروې د مقدماتي موندنو اعتبار ورکولو په غونډه کې چې د اسیا بنسټ (Asia Foundation) له خوا جوړه شوې وه، وویل: «د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو خوندیتوب او امنیت دغې ادارې ته مهم دی، چې په دې برخه کې له ټولو امکاناتو استفاده کوي.»

دا دوه ورځنۍ غونډه د استیناف څارنواليو رئيسیانو او مالي آمرانو ته او د مرکز د ځينو رئیسانو په حضور د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر لومړۍ پای ته ورسېده.

د هېواد لوی څارنوال په دې غونډه کې وویل، افغانان د هر بل ملت په نسبت د امن، عدالت او قانونیت په فضا کې د ژوند کولو مستحق دي. نوموړي د سولې خبرو ته هیله مندي وښووله او ویې ویل: «هیله من یو، چې د سولې پروسه د افغانستان د خلکو په خیر پای ته ورسېږي او یو سوله ییز افغانستان ولرو.»

ښاغلي حمیدي د عدالت پر رول او تأمینولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د نظام بقا د قانون او نظم پر استمرار او عدالت ولاړه ده او له نېکه مرغه دا فرصت د لویې څارنوالۍ په اختیار کې دی.

ښاغلي حمیدي د دغې ادارې شهیدان د عدالت شهیدان وبلل او هغوی ته یې د خدای له درباره جنت او کورنیو ته یې د جمیل صبر دعا وکړه. ښاغلي حمیدي د عدالت پر تأمین ټينګار وکړ او ویې ویل، چې د امنیت نشتوالی د عدالت د تأمین پر وړاندې جدي ستونزه ده، چې دمګړۍ دا اداره ورسره لاس و ګرېوان ده. نوموړي زیاته کړه: «عدالت ته د خلکو لاسرسي د نظام او دولت د ملاتړ سبب کېږي، دې ادارې په تېرو دوو کلونو کې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د عدلی خدمتونو د وړاندې کولو په موخه پرله پسې هڅې کړې دي.»

د ښاغلي حمیدي په وینا، د لويې څارنوالۍ د کارکوونکو امنیت او خوندیتوب د دغه ادارې یو مهم مسؤولیت دی او هڅه کېږي، چې په دې برخه کې له ټولو امکاناتو استفاده وشي. نوموړي د دغې ادارې له کارمنو وغوښتل، چې د امنتیي کارکوونکو د امنیت نیولو ترڅنګ پخپله هم له احتیاط څخه کار واخلي.

د نوموړي په باور، له مراجعینو سره نېک چلن او د هغوی کرامت ساتنه د دغې ادارې د کارکوونکو په امنیت کې مهم رول درلودلی شي. د نوموړي په وینا، د خلکو ملاتړ او رضایت د کارکوونکو د امنیت، اساسي او بنیادي عنصر تشکیلوي.

لوی څارنوال د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، د دغې ادارې اساسي دنده د افغانانو د عزت، کرامت او حقوقو او ازادیو دفاع ده او له خلکو سره په حوصلې چلن د څارنوال د بریا راز دی.

ښاغلي حمیدي د دغه پروګرام د تدویر په پار د اسیا بنسټ مننه وکړه او د عدلي او قضايي بنسټونو د ملاتړ په برخه کې یې د دغه بنسټ رول مهم وباله. نوموړي د دغې غونډې ترسراوی مهم وباله او ویې ویل، د اسیا بنسټ مقدماتي موندنو ارزونه د عدلي او قضايي بنسټونو په ځانګړې توګه د لويې څارنوالۍ مهمه اړتیا ده او د دغې ادارې سروې به په مرکز او ولایتونو کې د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو په خوندیتوب کې مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د اسیا – افغانستان بنیاد سرپرستې جینا کریم د دې غونډې له ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل، چې دا بنسټ کوښښ کوي، ورته نورې غونډې هم ترسره کړي. د اغلې کریم په وینا، امنیتي مسایل ننګوونکي دي، چې دا ستونزه عدلي او قضايي ادارې د پلانونو په تطبیق کې له ستونزو سره مخامخوي.

نوموړې د قانون د حاکمیت په برخه کې د لویې څارنوالۍ د فعالیتونو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا بنسټ به له لویې څارنوالۍ سره همکار وي او له دغه بنسټ سره يې د ګډونوالو نظریات هم مرستندوی وبلل.

د اسیا بنیاد د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ برخې رئيس ادریس الهام په دې غونډه کې وویل، دغه بنسټ د قانون د حاکمیت په برخه کې هڅې کړې او زیاته یې کړه، عدالت د ټولو سیاسي نظامونو زړه او اساس دی.

د نوموړي په وینا، دغه بنسټ په تېرو دوو میاشتو کې د عدلي او قضايي بنسټونو د امنیتي ننګونو په برخه کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۲۶۳ مرکزه ارزولي او د عدلي او قضايي بنسټونو له ۵ زرو او ۴۰۰ کارکوونکو سره یې له نژدې خبرې کړې دي.

د نوموړي په وینا، د دغې غونډې د ترسراوي موخه د یاد شوي بنسټ موندنو ته د اعتبار ورکول دي او د ګډونوالو نظریات به د دغه بنسټ له راروانو ارزونو سره مرستندوی وي.

د دې تر څنګ د لویې څارنوالۍ د امنیتي کمېسیون رئيس محمد نواب احمدزي د دغې غونډې د جوړېدو په پار د اسیا بنسټ مننه وکړه او ويې ویل، لویه څارنوالي د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب په برخه کې له ټولو امکاناتو استفاده کوي.

ښاغلي احمدزي وویل، چې د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو د هدفي وژنو دلیل د دوی د عدالت د تأمین او قانون د ښه حاکمیت له کبله دي. د نوموړي په وینا، د لويې څارنوالۍ کارکوونکي د خپلو همکارانو له شهیدېدو سره سره افغانانو ته خدمت کوي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS