لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۹ لمریز کال کې شاوخوا ۴۱ زره قضيې ثبت او څېړلې دي

ago_admin
Sat, Jan 30 2021 9:02 AM
mohammad farid hamidi

لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۹ لمریز کال کې شاوخوا ۴۱ زره قضيې ثبت او څېړلې دي

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په غونډه کې وویل، چې د افغانستان د جزايي قوانینو تضمینانو کې باید د افغانانو حقوق، عزت، حیثیت، کرامت او عامه نظم تأمین او خوندي شي، همدارنګه مظنونانو او تورنو ته د خپلو حقوقو د دفاع لپاره کافي فرصت ورکړل شي.

دغه غونډه د دغې ادارې مرستیالانو، رئيسانو او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو، خبریالانو او ځینو نورو دولتي مقاماتو په حضور د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۹ د حکومت د رسنیو مرکز کې وشوه.

د لوی څارنوال په خبره، د جزايي عدالت لړۍ کې بېلابېلې ادارې د خپلو واکونو له ساتنې سره سره هڅه کوي، تر څو د جرم او جنایت پر وړاندې قانوني او جدي مبارزه وکړي.

ښاغلي حمیدي زیاته کړه، لويې څارنوالۍ د کرونا او قرنطین له کبله په اجرااتو کې له خنډونو سره سره په سالمه توګه ۹۸ سلنه عادي بودیجه او ۱۰۰ سلنه انکشافي بودیجه لګولې ده.

ago

د هېواد لوی څارنوال وویل، چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د دغې ادارې د کنفرانسونو تالار هم ګټنې ته وسپارل شو او له دې تالاره به د قانوني او حقوقي مسایلو په برخه کې د هېوادوالو د پوهاوي، د اطلاعاتو د رسونې، او د ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې کار اخیستل کېږي.

همدارنګه دغې ادارې په لوګر، ارزګان، کندهار، د جوزجان په آقچې ولسوالۍ او د کابل په استالف ولسوالۍ کې پنځه ودانۍ چې د ښارجوړونې او اراضي وزارت طرح او ډيزاین کړې، همدارنګه د لوګر او کندهار څارنوالیو ریاستونو د ودانۍ چارې روانې دي او د جوزجان د آقچه ولسوالۍ چارې بشپړې شوې دي او په ۱۴۰۰ مالي کال کې به د بغلان، پروان، پنجشېر، غور او ۲۵ ولسوالیو کاري ودانۍ جوړې کړي.

د هېواد لوی څارنوال په دې غونډه کې وویل، دغې ادارې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې شاوخوا ۴۱ زره قضيو ته رسیدګې کړې، چې یو زرو او ۸۰۰ قضيې د اداري فساد، دوه زره او ۹۹۰ قضيې له ښځو سره د تاوتریخوالي چې له دې ډلې دوه زره او ۱۳۰ قضيې د ماشومانو د سرغړاویو دي، څېړلې دي.

همداراز شپږ زره ۳۵۹ مورده هم د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرایمو چې ۴۸۷ قضيې د اختطاف اړوند دي، څېړلې دي. نوموړي زیاته کړه، چې څلور زره او ۳۱۸ قضيې د نشه يي توکو، دوه زره او ۴۶۴ د عسکري جرایمو، ۲۲ زره او ۲۸۷ هم د جنايي جرمونو او ۲۱ قضيې هم له خبریالانو سره د تاوتریخوالي په تړاو دي، څېړل شوې دي.

د هېواد لوی څارنوال همداراز وویل، لویه څارنوالي له ښځو سره د تاوتریخوالي د قضیو د څېړلو په برخه کې ځانګړې تګلاره لري، په همدې توګه يې په ۳۴ ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ ایجادې کړې دي. نوموړي زیاته کړه: «موږ په ۳۴ ولایتونو کې مسلکي څارنوالانې ګومارلې دي، دا مساله پر لویې څارنوالۍ د هغو مېرمنو باور زیاتوي، چې له تاوتریخوالي سره مخامخ شوې وي.»

ago

د ښاغلي حمیدي په وینا، لویه څارنوالي له ښځو سره د تاوتریخوالي د قضیو په رسیدګۍ کې د عدالت د تأمین تګلاره لري، د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ موخه له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه ده.

نوموړي زیاته کړه، له ښځو سره د تاوتریخوالي د درې زره او ۶۰۰ قضیو په تړاو مو تحقیق وکړ او دا تحقیق مو خپور کړ. په دې تحقیق کې ټولو ادارو او بنسټونو ته له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په تړاو مشخصې سپارښتنې او وړاندیزونه شوي دي.

د نوموړي په وینا، له ښځو سره د تاوتریخوالي د کمولو لپاره یوازې عدلي او قضايي تګلاره کافي نه ده، باید تعلیمي، تربیتي، فرهنګي، عقیدتي او اداري او تقنیني ګامونه هم واخیستل شي، تر څو په ټول هېواد کې له دې پدیدې سره مبارزه وشي.

د هېواد لوی څارنوال وویل، چې د کورني او بهرني امنیت پر ضد قضیو ته د دغې ادارې له کورني او بهرني امنیت جرایمو سره د مبارزې عمومي ریاست رسیدګي کوي. دغه ریاست په ۱۳۹۹ لمریز کال کې شپږ زره ۳۵۹ قضيې چې ۴۸۷ قضيې د اختطاف قضيې دي، رسیدګي کړې او د دغو قضیو په تړاو شاوخوا ۹۰۰ کسان نیول شوي دي.

ago

نوموړي همداراز زیاته کړه، لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې د هېواد په کچه د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو څلور زره او ۳۱۸ قضیو ته رسیدګي کړې ده، چې له ډلې یې یو زر او ۱۷۳ قضیې له مسکراتو سره د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ له خوا څېړل شوې دي او په پایله کې یو زر او ۱۷۲ تنه نیول شوي او تر عدلي تعقیب لاندې دي. د دغو قضیو له اړخه ۴۰۸ عرادې موټرې، ۱۶۳۸سیټه موبایل، ۸۲عراده موټرسایکل، ۱۸۰کیلوگرامه چاودېدونکي مواد او ۸۱۷میل وسله د جرمي وسیلې په توګه ضبط او مصادره شوي. همدارنګه ۲۳۳۰.۰۱۷ کیلوگرام هیرویین، ۲۰۷.۳۷۳ کیلوگرامه مورفین، ۳۵۸۰۰۴.۹۳۹ کیلوگرام چرس،۴۰۵۹۷.۷۶۲ کیلوگرام و ۱۲۰بوشکې کیمیاوي مواد، ۱۶۶۸۹.۶۷۲ لیتره الکولي مشروبات، ۱۹۵.۳۸۳ کیلوگرام تابلیت ک، ۴۳۴.۱۸۳ کیلوگرام شیشه، ۱۳۷۲۹.۲۵۱ کیلوگرام تریاک، ۶۳۷.۹۰۶ کیلوگرام مت امفیتامین او ۱۳۵۱۹۶.۶۹ کیلوگرام بنگ دانې او خشخاش د نشه يي توکو له قاچاقبرانو ترلاسه شوي دي.

د هېواد لوی څارنوال په باور له مخدره توکو سره موثره مبارزه کولای شي، افغانستان کې د تروریزم سرچینې محدودې کړي.

د لوی څارنوال په خبره، دغې ادارې د اداري فساد یو زر او ۸۰۰ د قضیو ته هم رسیدګي کړې ده. له دې ډلې د ۲۰۵ ملکي او ۶۱ عسکري قضیې دي چې له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز له خوا ثبت او رسیدګي شوې دي.

ښاغلي حمیدي د ناقانونه شتمنیو په هکله وویل، چې له دې وړاندې په دې اړه ځانګړی میکانیزم نه و، خو په تېرو شپږو میاشتو کې د مقررې له تصویب او د تشکیل تر بشپړولو وروسته وتوانېدو په دې هکله جدي اقدامات وکړو. هغه زیاته کړه، سره له دې چې په افغانستان کې د افرادو د شتمنیو د ثبت یو منظم سیستم نشته؛ خو دغه ریاست وکولای شول، له افغانستان بانک سره په همغږۍ، د استخباراتو مالي کمېټه له همکارو ادارو سره جوړه، پیسې او ملکیتونه پیدا او له محکمې څخه یې د خرڅلاو تجویز ترلاسه کړو او پیسې یې د دولت حساب ته ولېږو.

لوی څارنوال د خپلو خبرو په دوام سره وویل، عدالت ته د خلکو د لاسرسي په موخه په ۱۳۹۹ لمریز کال کې لس غیرفعالې ولسوالۍ د محلي کادرونو په ګومارنې سره فعالي شوې دي. هغه زیاته کړه، چې د لویې څارنوالۍ کارکوونکي عدالت ته د خلکو د لاسرسي په موخه د افغانانو په خدمت کې دي.

لوی څارنوال زیاته کړه، د حیثیت اعاده د هر وګړي حق دی، چې د مجازاتو محکومیت یې تېر کړې وي. د هغه په خبره د حیثیت اعاده د دې لامل کېږي، چې د فرد جرمي مخینه پاکه او ټولنه کې د یو عادي وګړي په توګه ژوند وکړي. د ښاغلي حمیدي په خبره په تېرو کلونو کې دا هغو کسانو ته چې مجازات یې پوره کړی و، جدي ستونزه وه. هغه زیاته کړه، چې په دې اړه کمیټه جوړه شوه او ۱۳۹۹ لمریز کال کې یې له ۲۵ زرو زیاتي دوسیې چې له تېرو ۱۵ نه تر ۲۰ کلونو یې د حیثیت اعاده نه وه شوې، یوه یوه مطالعه کړې ده. په دې بررسۍ کې په ډاګه شوه، چې د څلور زره او ۲۰۰ کسان د قانون مطابق د حیثیت اعاده وشوه. همدارنګه له دې وروسته به دغه لړۍ دوام مومي او هغه کسان چې خپل مجازات یې پوره کړې وي، د هغو د حیثیت اعاده به کېږي.

ښاغلي حمیدي زیاته کړه: «سره له دې چې هره ورځ د خلکو په خدمت کې یم، هره دوشنبه د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه راغلو هېوادوالو سره ګورم او خبرې یې اورم. په همدې موخه د ۱۳۹۹ لمریز کال کې مې له دوو زرو زیاتو افغانانو سره مخامخ لیدلي او ستونزو ته یې رسیدګي شوې ده.» هغه وویل، چې د پذیریش مرکز د ټولو اړینو امکاناتو په درلودو سره چې د دغې ادارې د دارالامان ودانۍ کې دی، له ۴۵ زرو زیاتو افغانانو مراجعه ورته کړې او غوښتنو ته یې رسیدګي شوې ده. د لوی څارنوال په خبره، د ۱۸۰ ځانګړې مکالماتي شمېرې فعالول هم د دغه ادارې مهم اقدام دی. د هغه په خبره یاد مرکز شپه او ورځ فعال دی او د خلکو شکایاتونو ته رسیدګي کوي.

د ښاغلي حمیدي په وینا، داخلي تفتیش په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د څارنوالانو ۲۲۸ سرغړونې بررسي کړې دي او همداراز د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست په اپراتیفي او قانوني اقداماتو سره ۴۵ کسان نیولي دي.

د ښاغلي حمیدي په وینا، د څارنوالانو د کادري درجو د علمي اثارو ډېټابېس جوړ او په دغه ډېټابېس کې ۲۶۰ علمي اثار او لیکنې ثبت شوې دي او همداراز د څارنوالانو ارزونه په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د دغې ادارې یو بل مهم ګام و، چې اخیستل شوی دی. نوموړي زیاته کړه، د څارنوالانو په ارزونې سره ۲۸۲ کسان وپېژندل شول، چې ستونزه یې حل شوه، اوس په ټول افغانستان کې په دغه اداره کې څارنوالان د حقوق یا شرعیاتو له پوهنځیو فارغ شوي دي.

همداراز د کارکونکو د ظرفیت لوړاوي په موخه هم مهم ګامونه اخیستل شوي دي، ښایي لویه څارنوالي لومړنۍ اداره وي، چې له کابل پوهنتون سره یې هوکړه لیک امضا کړی او د همدغه هوکړه لیک پر اساس هر کال ۶۰ کارکوونکي د ماسټري د زده کړو په موخه ورمعرفي کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي تل له هېوادوالو سره خپل اجراات د مطبوعاتي غونډو او ټولنیزو رسنیو له لارې هم شریک کړې دي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS