د مشرانو جرګې درې سناتوران د اداري فساد په تور په بند محکوم شول

ago_admin
Sat, Feb 06 2021 4:25 PM
عدلی و قضایی

د مشرانو جرګې درې غړي هر یو، لیاقت الله بابکرخېل د فیض محمد زوی، محمد انور باشلیق د قربان زوی او عظیم قویاش د محمد کریم زوی، د ۶۰ زرو امریکايي ډالرو د رشوت غوښتلو په تور د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې له خوا محاکمه شول.

دا درې کسان چې د عایداتي ادارو د حیرتان بندر ګمرک د ارزونې په موخه د مشرانو جرګې خوا بلخ ولایت ته توظیف شوي وو، د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ له خوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر اوومه په بالفعل ډول د ۶۰ زرو امریکايي ډالرو د بډو غوښتلو له مجموعې د ۴۰ زرو امریکايي ډالرو د بډو اخیستلو په تور ونیول شول او قضیه یې د ارزونې او تحقیقاتو د بشپړېدا په موخه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر ۲۳ د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته واستول شوه.

د قضيې موظف څارنوال د اسنادو او شواهدو له راټولولو او د قانون پر اساس د تحقیق تر بشپړولو وروسته د تورنو پر وړاندې د الزام د اووه دلایلو له مخې، نوموړو ته له محکمې څخه د جزا کوډ د ۳۷۰، ۳۷۱ او ۳۸۵ مادو پر اساس د څه باندې لسو کالو بند غوښتنه وکړه.

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې د جزا کوډ د ۳۷۰ مادې دویم او شپږم بند او ۳۸۵ مادو پر اساس د مدافع وکیل په حضور کې تورن په غیابي ډول هر یو پر لسو کالو او یوې میاشتې تنفیذي حبس او د تضامن په توګه پر ۴۰ زرو امریکايي ډالرو نقدي جزا محکوم کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه اوونۍ مخکې هم د دغه مرکز له خوا د هرات ښاروال له شپږو نورو کسانو سره د اداري فساد په جرم پر درېیو کالو بند او ۷۵ زره امریکايي ډالرو نقدي جزا محکوم شوي وو.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS