د کابل شمال زون استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۴۷۴ قضيې څېړلې دي
د کابل شمال زون استیناف څارنوالۍ دا قضيې د تحقیق، صورت دعوا او اتهامنامو تر بشپړولو وروسته محکمو ته لېږلې دي.
په دغو قضیو کې ۳۰ قضيې د قتل، ۹۰ قضيې د غلا، ۶۹ د مجروحیت جرم، ۵۰ د ناقانونه وسلو لېږد، ۵۵ د نشه يي توکو، ۴۹ د ترافیکي جرمونو، ۲۹ د اخلاقي جرمونو او ۱۰۲ نورې قضيې هم د بېلابېلو جرمونو په تړاو دي. په دغو قضیو کې تر ټولو ډېرې قضيې د غلا د جرایمو په تړاو ثبت شوې دي، چې شمېر یې ۹۰ قضیو ته رسېږي.
په دې ډله کې د ۱۶۳ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او په تړاو يې ۲۲۹ تنه بندیان او په نقدي جزا محکوم شوي دي او همداراز ۳۱۱ قضيې تر محاکماتي دوران لاندې دي.
دغو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې درې میلیونه، ۹۰ زره او ۴۸۰ افغانۍ د دغه ریاست له خوا تثبیت او د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې دي. همداراز ۳۱٫۵۵۷ کیلوګرامه نشه يي توکي، اووه عرادې موټرې او ۳۰ میله وسله هم د دې قضیو په پایله کې ضبط شوې ده.
