لويې څارنوالۍ کې د ښځینه کارکوونکو خوندیتوب او د شمېر زیاتوالی زموږ کاري لومړیتوب دی

Hussain_admin
Mon, Feb 15 2021 4:26 PM
جندر

د لویې څارنوالۍ د ښځو د ملاتړ رئیسې لیدا حیدري د جنډر او د قضیو د ثبت سیسټم د اساساتو په غونډه کې وویل: «په لویې څارنوالۍ کې د ښځينه کارکوونکو د شمېر زیاتوالی او خوندیتوب زموږ کاري لومړیتوب دی، چې له نېکه مرغه په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.»

دا پروګرام چې ټاکل شوی درې ورځې دوام وکړي، د لويې څارنوالۍ د ښځو د ملاتړ ریاست له خوا د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام (JSSP) په مرسته نن دوشنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د  سلواغې پر ۲۷ د لويې څارنوالۍ کارکوونکو ته دایر شو.

اغلې حیدري د دغه پروګرام موخه د جنډر د مفاهمیو، د قضیو د ثبت د سیسټم او د ښځو د ځورونې د مخنیوي قانون په تړاو د کارکوونکو پوهاوی وباله. نوموړې د کارکوونکو پر ظرفیت لوړاوي ټینګار وکړ او ويې ویل، دغه ریاست په دې برخه دوامداره هڅې کړې دي.

د لويې څارنوالۍ د ښځو د ملاتړ رئيسې له ګډونوالو وغوښتل، چې په دې پروګرام کې فعال ګډون وکړي او خپل نظریات له دغه ریاست سره شریک کړي. د نوموړې په وینا، د ګډونوالو نظریات د دغه ریاست پر راروانو غونډو ارزښتاک رول لوبولی شي. اغلې حیدري همداراز له ګډونوالو وغوښتل، په دې غونډه کې زده شوي مسایل له خپلو همکارانو سره شریک کړي.

ټاکل شوې په یاد شوي پروګرام کې د قضیو د ثبت مدیریت سیسټم، د جنډر مفاهیمو، جنډر ته د ځواب ویونکې بودیجې، د ښځو د ځورونې د مخنیوي قانون او د ښځو د ځورونې کمېټې د دندو او واکونو په تړاو په مفصله توګه ګډونوالو ته معلومات ورکړل شي.

د یادونې وړ ده، چې د لویې څارنوالۍ د ملاتړ ریاست په مرکز او ولایتونو کې د جنډر په تړاو بېلابېلې پرله پسې روزنیز پروګرامونه دي او په پام کې ده، چې په راتلونکي کې د دغې ادارې ټولو کارکوونکو ته ورته روزنیز پروګرامونه دایر کړي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS