په افغانستان د جرمي قضیو د ثبت مدیریت سیسټم (CMS) نوې نسخه معرفي شوه

Hussain_admin
Wed, Apr 21 2021 11:55 AM
CMS

په همدې موخه یوه غونډه د لویې څارنوالۍ د قضايي تعقیب چارو مرستیال ډاکټر غلام حیدر علامه په مشرۍ د تدقیق او مطالعاتو، د احکامو د تنقیذ او د حبس د بدیل عمومي رئیسانو، د جرمي قضیو د ثبت رئیس او ځینو نورو مسؤولانو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر ۲۶ ترسره شوه.

ښاغلي علامه په دې غونډه کې وویل، چې په عدلي او قضايي مرکز کې د قضیو د ثبت سیسټم زیات ارزښتناک دی. د نوموړي په باور، د دغه سیسټم سمه کارونه د عدالت تأمین او په قضايي چارو کې لا روڼتیا ته زمینه برابروي.

په ورته وخت کې د قضیو د ثبت مدیریت فني مسؤول د دغه سیسټم دویمه نسخه ګډونوالو ته معرفي کړه. نوموړي زیاته کړه، چې د قضیو د ثبت سیسټم مدیریت نوې نسخه د پخوانۍ په نسبت ښې ځانګړنې لري.

په دې ناسته کې د قضیو د ثبت سیسټم د تطبیق په برخه کې د ستونزو او له دغه سیسټم څخه د ښې استفادې لازمې حللارې پیشنهاد او پر تطبیق يې ټینګار وشو.

ښاغلي علامه د دغې ناستې ګډونوالو ته هدایت ورکړ، چې وړاندیز شوې حللارې په دقیقه توګه تطبیق کړي، چې د دغه سیسټم رول لا اغېزناک شي.

د دغې ناستې ګډونوالو پرېکړه وکړه، چې د قضیو د ثبت مدیریت سیسټم د ښې استفادې په موخه به د اړوندو مسؤولانو ترمنځ په هرو ۱۵ ورځو کې یوه غونډه جوړوي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS