د لویې څارنوالۍ سرپرست په دې اداره کې د اصلاحاتو او شته ستونزو د هواري لپاره د توظیف شویو کمېټو راپورونه واورېدل

Hussain_admin
Sat, May 01 2021 2:38 PM
ago

دا غونډه د هېواد سرپرست لوی څارنوال ذبیح الله کلیم په مشرۍ، د دغې ادارې د مرستیال او رئيسانو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي میاشتې پر دویمه د لویې څارنوالۍ د عالي شورا د غونډو په تالار کې جوړه شوه.

دا کمېټې د لویې څارنوالۍ د تشکیلاتي جوړښت، د څارنوال په چارو کې د مداخلې د مخنیوي، د تفتیش او نظارت د موثریت د کموالي د لاملونو، د څارنوالانو د ظرفیت لوړاوي او ګڼو نورو مواردو په تړاو ستونزې په ګوته کوي او د حل په موخه يې لازم اقدامات اخلي.

یادې شوې کمېټې د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست د مقام د هدایت پر اساس او د لویې څارنوالۍ سرپرست د خپل ۱۰۰ ورځني اصلاحاتی پلان پر اساس په دغه اداره کې د اصلاح، سمون او د شته ننګونو د حل په موخه اته کمېټې توظیف کړې چې دا کمېټې به په دې اداره کې راروانو سلو ورځو په موده کې شته ستونزې په ګوته او د حل لپاره به یې ګټورې حللارې وړاندیز کړي.

په یاده شوې غونډه کې د هېواد د لويې څارنوالۍ سرپرست ذبیح الله کلیم په دې اداره کې د دغو کمېټو جوړېدل د اصلاحاتو لپاره ګټور وبلل او ويې ویل، چې د کمېټو تصامیم باید له ټولو علایقو، ژبې او سمت لرې او د قانون پر اساس وي.

ښاغلي کلیم زیاته کړه، چې پر دې ادارې د خلکو د باور ساتنې لپاره باید زموږ چارې عادلانه او قانوني وي او خلکو ته باور ورکړو، چې لویه څارنوالي د ملت او د عدالت د تأمین کور دی.

نوموړي د لويې څارنوالۍ پر خپلواکۍ ټینګار وکړ او زیاته يې کړه، چې باید دا اداره د پخوا په شان خپله خپلواکي وساتي.

دا د یادو شویو کمېټو لومړني غونډه وه، چې هرې کمېټې پکې د خپلو ورسپارل شویو مسؤولیتونو په تړاو راپور شریک او د لا غنامندۍ په موخه یې نظریات تبادله کړل.

هیره دې نه وي، چې د نننۍ غونډې د ټولو کمېټو واحد راپور به د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست مقام سره هم شریک شي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS