د نړیوالو جرمونو د عدلي برخې د کاري ډلې غونډه وشوه

Hussain_admin
Sat, Jun 19 2021 4:33 PM
ago

د لویې څارنوالۍ له خوا د عدلي برخې د کاري ډلې غونډه د یوناما په همکارۍ د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې په برخه کې د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ د جلب په موخه د ۱۴۰۰ لمریز کال د جوزا پر ۲۷ ترسره شوه.

په دې غونډه کې د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئیس، د لویې څارنوالۍ د عالي مقام سلاکار، د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنر، د عدليې وزارت د پلان رئيس، په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازي، د نشه يي توکو او د قانون د تنفیذ نړیوال دفتر، د کاناډا، ډنمارک او هالنډ سفارتونو استازو، د ملګرو ملتونو د قانون د حاکمیت برخې رئیس او د حقوقو د پراختیا نړیوال سازمان مسؤولانو ګډون کړی و.

د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئيس د دغه ریاست د اجرااتو، د نړیوالو جزايي محکمو همکاریو او د نړیوالو جرمونو د ننګونو په تړاو خبرې وکړې او د څارنوالۍ، محکمو، کشفي ارګانونو او د مدافع وکیلانو رول یې د جزايي عدالت په کړۍ کې مهم وباله.

د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئيس د نړیوالو جرمونو د ځانګړې برخې د کارکوونکو پر ظرفیت لوړاوي ټینګار وکړ او له نړیوالو همکارو بنسټونو يې د شهود او قربانیانو د ملاتړ کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي په برخه کې د زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه. نوموړي همداراز د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ کې د کارپوه کسانو حضور هم مهم وباله.

په ورته وخت کې د لویې څارنوالۍ د عالي مقام سلاکار ډاکټر راموز د قانون د حاکمیت، له اداري فساد د مبارزې او د کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي په برخه کې د نړیوالو بنسټونو د دوامدارې همکارۍ مننه وکړه.

بلخوا په افغانستان کې د نړیوال سازمان د معاونیت پلاوي دفتر په ۲۰۱۸ کې د نیازسنجۍ له مخې له دغه ریاست سره د همکاریو پر غځېدا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې ډاډ ورکړ.

د حقوقو د پراختیا نړیوال سازمان استازي د مجربو کسانو له خوا د څارنوالانو د کوچنینګ په تړاو خبرې وکړې او قاضیانو ته يې د بشري حقونو او نړیوالو جرمونو په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو د ترسراوي یادونه هم وکړه.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې په بله ناسته کې د نړیوالو بنسټونو د همکاریو د جلب لپاره د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال دویمې نیمايي د عمل پلان او پروپوزل هم ارایه شي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS