له حقیقي او حکمي اشخاصو د دولت د پورونو د حصول کمېسیون غونډه وشوه

Hussain_admin
Sun, Jul 04 2021 8:17 AM
ago

له حقیقي او حکمي اشخاصو د دولت د پورونو د حصول کمېسیون غونډه د لويې څارنوالۍ له اداري فساد سره د مبارزې څارنوالۍ مرستیال قیس باوري په مشرۍ، د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر نهمه وشوه.

په دې ناسته کې د ګلبهار سنټر، اونکس او لیګو ګلوبل شرکتونو د پورونو په تړاو معلومات د دغه ریاست د سکرټریټ له خوا وړاندې شول.

د کمېسیون غړو د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو ریاست او عوایدو ریاست ته دنده وسپارله، چې د یادو شویو شرکتونو د پورونو په تړاو په یوه اوونۍ کې معلومات اریه کړي او د ریاستونو د نه همکارۍ په صورت کې د یادو ریاستونو د رئیسانو دندې وځنډول شي.

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، د یادو شویو شرکتونو د شریکانو د ممنوع الخروجۍ لیسټ ترتیب او د هدایت په موخه دې کمېسیون ته راجع شي. د دغې غونډې غړو د ښاروالي په همکارۍ د کمېسیون سکرټریټ ته دنده وسپارله چې د دغو شرکتونو د بانکي حسابونو معلومات هم راټول کړي.

د غونډې ګډونوالو پرېکړه وکړه، چې د یادو شرکتونو په اړه د زیاتو معلوماتو د ارایه کولو لپاره بلې غونډې ته د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو رئيس هم راوغوښتل شي.

همداراز پرېکړه وشوه، د ستونزو د حل او د ماليې وزارت د ۳۳ ګڼې مصوبې د تطبیق په اړه دې د ګاز او نفتي موادو او ماليې وزارت ترمنځ یوه غونډه وشي او پایله دې يې کمېسیون ته وړاندې شي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS