د لویې څارنوالۍ سرپرست د نویو رئيسانو د معرفۍ په غونډه کې له اداري فساد سره پر مبارزې ټینګار وکړ

Hussain_admin
Sun, Jul 04 2021 3:37 PM
ago

د لویې څارنوالۍ په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام په منظورۍ، وحیدالله زاهد د محمد سعید زوی د جمهوري ریاست عالي مقام او د لویې څارنوالۍ د احکامو او هدایاتو د تعقیب رئيس، محمد آصف فیاض د قادر علي زوی د غزني استیناف څارنوالۍ رئيس او احمد شهاب شکوهمند د احمدشاه زوی د لویې څارنوالۍ د مقام دفتر عمومي ریاست د اسنادو او اړیکو رئيس په توګه وګومارل شول.

همداراز عزیزالرحمن د حبیب جان زوی د اسنادو د ارزونې مسلکي کارپوه، میر احمد فایز د محمد میر زوی د احکامو او هدایاتو د تعقیب مسلکي کارپوه، حبیب الرحمن د محمد رحیم زوی د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست مقام او د لویې څارنوالۍ د احکامو او هدایاتو د تعقیب مسلکي کارپوه، حیده پروانه د محمد اعظم زوی د اسنادو د ارزونې کارپوه او اجمل د عبدالرووف زوی د اسنادو د ارزونې د مسلکي کارپوه په توګه معرفي شول.

د نوموړو د معرفۍ غونډه د لویې څارنوالۍ د سرپرست ذبیح الله کلیم په حضور د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر ۱۳ په لویه څارنوالي کې وشوه.

د لویې څارنوالۍ سرپرست دغو رئیسانو او کارپوهانو ته د مبارکۍ او بریا تر څنګ، وویل: «موږ هغه وخت عدالت په ښه توګه تأمینولی شو، چې کار اهل کار ته وسپارو.» ښاغلي کلیم زیاته کړه، د لويې څارنوالۍ یو مکلفیت له اداري فساد سره مبارزه ده. د نوموړي په وینا، اداري فساد د ادارو او هېواد د پرمختګ د مخنیوي سبب کېږي.

د لویې څارنوالۍ سرپرست له نویو ګومارل شویو افرادو وغوښتل، چې د دندې د اجرا پر مهال باید دیني، اخلاقي او سازماني ارزښتونو او د هېوادوالو حقونو ته پام وکړي او همداراز د مراجعانو غوښتنو ته درناوی، له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه او قانونمند اجراات هم له پامه ونه غورځوي.

په دې غونډه کې نویو ګومارل شویو رئیسانو او کارپوهانو د لویې څارنوالۍ د مشرتابه د باور مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې خپل اجراات به په صادقانه، خپلواکه او بې پرې توګه د قانون په رڼا کې ترسروي او د اداري فساد پر ضد به خپله مبارزه روانه ساتي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS