د کابل د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو ستونزو او دوسیو ته رسېدنه وشوه

د لویې څارنوالۍ د ماشومانو سرغړاویو ته د رسیدګۍ ځانګړې څارنوالۍ ریاست پلاوي د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر نهمه د زندانو د چارو تنظیم ادارې په همغږۍ د کابل د ماشومانو د روزنې او اصلاح د مرکز لیدنه وکړه.
دغه پلاوي له محجوزانو سره تر خبرو او د دوی د دوسیو تر ارزونې وروسته ویلي، چې د دغو محجوزانو دوسیې پر وخت طی مراحل شوې او په دې برخه کې ستونزه نه لیدل کېږي.
د کابل د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز کې د شپږو نجونو په ګډون ۲۶۵ محجوزین شته چې له دې ډلې ۱۲۹ تنه په جنايي جرمونو، ۱۳۶ تنه د نورو جرایمو په تړاو تورن دي.
موظف پلاوي دغو محجوزینو ته د ښوونیزو، ورزشي او حرفوي اسانتیاوو د راوستلو په موخه د مرکز مسؤولانو ته لازمې مشورې ورکړې.