د ملي امنیت دوه افسران د ۲۵ زره ډالرو د رشوت په تور له پنځو تر لسو کالو په بند محکوم شول

Hussain_admin
Mon, Aug 09 2021 9:16 AM
ago

د ۰۲۰ ریاست فعال احتیاطي کارکوونکی برید جنرال سید محمد عظیم او د ملي امنیت ریاست د تحقیق مدیر ډګروال محمد ناظم د دغې قضيې تورن دي.

دا دوه کسان د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې له خوا د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر ۱۷ په علني توګه محکمه شول.

د څارنوال د موندنو پر اساس، دغو تورنو په ګډه، د دولتي کارکوونکي د ترور لپاره له طالبانو سره د همکارۍ په تور یو کس، د ۳۰ زرو امریکايي ډالرو په بدل کې خوشې کاوه، چې د ۲۵ زره امریکايي ډالرو د ترلاسي پر مهال د کشفي ځواکونو له خوا په بالفعل ډول ونیول شول.

د قضیې موظف څارنوال، د تحقیقاتو تر بشپړولو وروسته له قضايي پلاوي څخه تورنو ته د جزا کوډ د ۳۷۰ مادې څلورمې فقرې، ۳۷۱ مادې شپږمې فقرې، ۳۷۰ مادې لومړۍ فقرې او ۳۸۵ مادې دویمې فقرې پر اساس د جزا غوښتنه وکړه.

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې برید جنرال سید محمد عظیم په دې قضیه کې د لاس لرلو په تور په پنځو کالو او یوې میاشتې او ډګروال محمد ناظم په لسو کالو او یوې میاشتې تنفیذي حبس او له وظیفې پر انفصال محکوم کړل.

دغې محکمې هر یو د ۲۵ زره امریکايي ډالرو په ورکړې او د یوه آیفون ۱۱ پرومکس بیې چې ۱۰۴ زره ۳۵۵ افغانۍ کېږي، په سپارلو محکوم کړل.

د یادونې وړ ده، چې د یادو شویو کسانو ابتداییه محکمه د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر شپږمه په ورته مجازاتو شوې وه.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS