د عالي شورا لومړنۍ غونډه جوړه شوه
              د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د عالي شورا ناسته د دغې ادارې د سرپرست محترم مولوي شمس الدین «شریعتي» په مشرۍ جوړه شوه.
دا ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول پر نهمه د دغې ادارې د ځینو مرکزي رییسانو په ګډون جوړه شوه.
غونډه د مبارکو آیتونو په تلاوت پېل شوه.
په لومړۍ برخه کې د غونډې ګډونوالو پرېکړه وکړه، چې له دې وروسته دې د عالي شورا نوبتي غونډې په هرو ۱۵ ورځو کې یو ځل جوړې شي.

د غونډې په دویمه برخه کې د عالي شورا ګډونوالو ټينګار وکړ، چې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست مرکزي او ولایتي برخې دې په وزارتونو او ادارو کې د فرمانونو او احکامو د تعقیب او نظارت پر مهال له اصلاحي روحیې، همکارۍ او همغږۍ کار واخلي. دغه راز که د نظارتي اجرااتو پر مهال نواقص او خلاوې ولیدل شي، د اصلاح په موخه دې د دغې ادارې د قانون له مخې له اړوند وزارت یا ادارې سره په تفاهم او همکارۍ اقدام وشي او د تخطۍ او جرمي مواردو د موندلو پر مهال دې خپل راپور د موضوع له دقیقې مستندسازۍ وروسته د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.
د غونډې په بله برخه کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دندو او واکونو قانون د ۱۹ مادې چې د کال د هرې ربعې په پای کې د ا.ا.ا مشرتابه ته په امارتي ادارو کې د فرمانونو او حکمونو د پلي کولو د څرنګوالي د راپور ورکولو په هکله ده، بحث وشو. عالي شورا پرېکړه وکړه، چې اړوند مرکزي او ولایتي برخې دې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د لومړۍ ربعې راپور جوړ کړي او په کتبي ډول دې د دغې ادارې د مقام دفتر ته واستوي.
د ناستې په وروستۍ برخه کې د دغې ادارې کارکوونکو ته د ولایتي سیمینارونو د جوړولو په هکله بحث وشو. عالي شورا پرېکړه وکړه، چې په دې برخه کې دې د مالي او اداري مرستیال په مشرۍ کمېټه ځانګړې طرح جوړه او د عالي شورا بلې ناستې ته وړاندې کړي.
د عالي شورا غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.
