د «اداري مراسلاتو او اداري اصولو» په اړه درې ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

yama_admin
Wed, Jan 22 2025 3:09 PM
برنامه آموزشی

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې اداری ځینو کارکوونکو ته د «اداري مراسلاتو او اداري اصولو» تر سرلیک لاندې درې ورځنی سیمینار جوړ کړی و.

دا سیمینار چې درې ورځې یې دوام ورکړ، د ۱۴۴۶ هه.ق د رجب المرجب پر ۱۸ (۱۴۰۳ کال د سلواغې پر دویمه) پای ته ورسېد.

په دغه سیمینار کې د بېلابېلو ریاستونو د آمرینو په ګډون ګڼو کارکوونکو ګډون کړی و.

د نوموړي سیمینار موخه د کارکوونکو د وړتیا لوړول او له اداري مراسلاتو او اداري اصولو سره د هغوی لا بلدتیا ښودل شوې ده.

په یاد سیمینار کې ګډونوالو ته په اداري چارو کې د روڼتیا، مسوولیت منلو، نظم او انضباط، عدالت او اداري مکتوبونو کې د امانت دارۍ د ارزښت په ګډون بېلابېل موضوعات وړاندې شول.

د نوموړي سیمینار ګډونوالو د عملي زده‌کړو سربېره ټولییز بحثونه هم وکړل او د اداري مراسلاتو او د مکتوبونو د مدیریت په تړاو یې خپلې تجربې له یو بل سره شریکې کړې.

ورته مهال، د دغه سیمینار په پای کې د د مسلکي زده‌کړو ریاست محترم رییس الحاج شیخ عبدالمنان مدني د پروګرام د ګډونوالو له فعال ګډون څخه مننه وکړه او د دا ډول سیمینارونو جوړول یې د کارکوونکو وړتیا لوړولو کې مهم وبلل.

نوموړي ټينګار وکړ: «دا ډول پروګرامونه نه یوزاې د کارکوونکو فردي وړتیا ته وده ورکوي، بلکې د اداري خدماتو او د هېواد اداري نظام په پیاوړتیا کې هم مهمه ونډه لري.»

اخوا، د سیمینار ګډونوالو بیا دا ډول پروګرامونه د کارکوونکو ظرفیت لوړونې لپاره مهم یاد کړي او په دغه سیمینار کې یې له شته منځپانګې خوښي وښوده.

هغوی ژمنه وکړه چې په سیمینار کې وړاندې شوي موضوعات به د لا ښو خدماتو وړاندې کولو په موخه په خپلو اداري چارو کې وکاروي.

د نوموړي پروګرام په پای کې ګډونوالو ته تصدیق لیکونه هم وویشل شول.

د یادونې ده چې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې کارکوونکو ته د دا ډول سیمینارونو او پروګرامونو جوړول په لومړیتوب کې راوستي او هڅه کوي چې د لا ښو خدماتو وړاندې کولو په موخه یې مسلکي وړتیاوې لوړې کړي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS