د وزارتونو او امارتي ادارو د تدارکاتو او نورو قراردادونو د روڼتیا په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان

mozamil_admin
Sun, Nov 30 2025 2:15 PM
د وزارتونو او امارتي ادارو د تدارکاتو او نورو قراردادونو د روڼتیا په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان

لومړۍ ماده:

د وزارتونو او امارتي ادارو په تدارکاتو، کان کېندني او نورو قراردادونو کي د روڼتیا د تأمینولو په منظور چي موضوع یې عامه شتمنۍ وي، امارتي مقامات او مامورین نه شي کولای، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د اجناسو، خدمتونو او ودانیزو چارو د تدارک، کان کېندني قراردادونو او نورو قراردادونو په داوطلبۍ کي د داوطلب په توګه، ګډون وکړي.

دوه یمه ماده:

هغه خصوصي شرکتونه چي امارتي مقامات او مامورین په هغو کي ونډه وال او  یا مسئول وي، هم د دې فرمان په لومړۍ ماده کي د درج شوي حکم تابع دي.

درېیمه ماده:

دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کي دي خپور شي.

والسلام

امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث

مولوي هبة الله آخندزاده