د وزارتونو او امارتي ادارو د تدارکاتو او نورو قراردادونو د روڼتیا په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان
لومړۍ ماده:
د وزارتونو او امارتي ادارو په تدارکاتو، کان کېندني او نورو قراردادونو کي د روڼتیا د تأمینولو په منظور چي موضوع یې عامه شتمنۍ وي، امارتي مقامات او مامورین نه شي کولای، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د اجناسو، خدمتونو او ودانیزو چارو د تدارک، کان کېندني قراردادونو او نورو قراردادونو په داوطلبۍ کي د داوطلب په توګه، ګډون وکړي.
دوه یمه ماده:
هغه خصوصي شرکتونه چي امارتي مقامات او مامورین په هغو کي ونډه وال او یا مسئول وي، هم د دې فرمان په لومړۍ ماده کي د درج شوي حکم تابع دي.
درېیمه ماده:
دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کي دي خپور شي.
والسلام
امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث
مولوي هبة الله آخندزاده