د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

mozamil_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
انرژ

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو.

دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د صفر المظفر میاشتې پر لومړۍ (۱۴۰۵ کال د چنګاښ میاشتې ۲۵) د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د غونډو په تالار کې د دغه ریاست د ځینو رئیسانو او کارکوونکو په ګډون جوړ شوی و.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه او ورپسې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد رئیس محترم عبدالاحد احمدي، د غونډې د پرانیستې تر څنګ د اوبو او انرژۍ له وزارت څخه مننه وکړه چې د عامه پوهاوي دا ډول پروګرامونه جوړوي.

د دعوت او ارشاد رئیس د انرژۍ د سرچینو پر سمې، اغېزمنې او مسؤلانه کارونې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د انرژۍ په مصرف کې اعتدال او سپما د ټولو ګډ مسؤلیت دی.

نوموړي له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې د برېښنا، اوبو او نورو سرچینو له بې‌ځایه کارونې څخه ډډه وکړي او د سپما کلتور په خپل کاري چاپېریال او ورځني ژوند کې دود کړي.

وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت استازي د انرژۍ د سپما او اغېزمنې کارونې په اړه د عامه پوهاوی چمتو شوي مسایل وړاندې کړل.

نوموړي د انرژۍ سکټور د وضعیت، د افغانستان د انرژۍ په سکټور کې د شته ننګونو، د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما د موخو، د سپما ارزښت، د انرژۍ د اغېزمنې کارونې د لارې چارو، د برېښنا او اوبو د مصرف کمولو د لارو چارو او همدارنګه د نوي کېدونکې انرژۍ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د هغه په خبره، د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما اصولو په پام کې نیول، د برېښنا د مصرف په کمولو، د انرژۍ د سرچینو په اغېزمنې کارونې او د چاپېریال په ساتنه کې مهم رول لري.

په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او پروګرام د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.

 

تازه‌ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

برنامهٔ آگاهی‌دهی مثمریت و تحفظ انرژی برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

برنامهٔ آگاهی‌دهی در مورد مثمریت و تحفظ انرژی (صرفه‌جویی انرژی) از سوی وزارت آب و انرژی، برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار گردید. این برنامه روز پنج‌شنبه اول. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۸
Background image

۱۶۲ محکوم افغان از ایران به افغانستان انتقال داده شدند

در ادامه روند انتقال محکومین اتباع افغانستان از کشورهای خارجی و در اثر سعی و تلاش کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۱۶۲ تن از محکومین افغان از جمهوری اسلامی ایران به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲
Background image

انتقال ۵۷۳ تن از اتباع افغانستان از ایران به کشور

در نتیجهٔ تلاش‌ها و پیگیری‌های کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۵۷۳ تن از اتباع کشور از جمهوری اسلامی ایران به افغانستان انتقال داده شدند. این افراد طی روزهای ۲۰ و. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها