د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته
د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې ادارې د ۱۴۰۵ کال په تشکیل کې زیات شوي دي، رقابتي ازموینه واخسته.
یاده ازموینه د ۱۴۴۷ ه.ق کال د ذوالقعدې میاشتې پر ۲۶ نېټه (د ۱۴۰۵ کال د غويي ۲۳) د دغې ادارې د دارالامان ودانۍ د غونډو په تالار کې واخیستل شوه.
دا ازموینه د قرآنکریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه.
دا بستونه ازادې سیالۍ ته سپارل شوي و، څو وړ کسان د راڼه بهیر له لارې جذب شي.
په دغې ازموینه کې ۱۱۰۰ کسانو ګډون کړی و او د ازموینې بهیر په منظم او شفاف ډول ترسره شو.
د ازموینې پوښتنې په دواړو ملي ژبو (پښتو او دري) جوړې شوې وې څو ټول ګډونوال وکړای شي په عادلانه توګه په ازموینه کې ګډون وکړي.
مسوولانو د ازموینې موخه د مسلکي او اداري کادرونو جذب، د اداري ظرفیتونو پیاوړتیا او د ګمارنې په بهیر کې روڼتیا یاده کړې ده.
د یادونې ده چې د ازموینې بهیر د منظمو تدابیرو او د مسوولانو تر څارنې لاندې ترسره شوه.
