افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

mozamil_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د بې کیفیته تیلو او نورو نفتي محصولاتو پر واردولو بندیز لګېدلی دی.

محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي دا څرګندونې نن چهارشنبه د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ذوالحجې پر اوومه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته کړې دي.

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

په دې ناسته کې هېواد ته د بې کیفته تیلو د مخینوي کمېټې غړو، د نورو اړوندو بنسټونو او خصوصي سکټور استازو ګدون کړی و.

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفیته تیلو د واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې جدي ننګونه چې له کبله یې ډېرې ناروغۍ او چاپېریالي ستونزې جوړې کړي، د بې کیفیته اجناسو او اقلامو په ځانګړې توګه د تیلو او نورو بې کیفیته نفتي محصولاتو واردول دي.

د نوموړي په خبره، همدې ته په پام د افغانستان اسلامي امارت کابینې له فتحې وروسته پرېکړه کړې چې هېواد ته د هر ډول بې کیفیته توکو چې پکې تیل، ګاز، کیمیاوي کوډ، درمل، خوراکي توکي او نور غیرمعیاري توکي شامل دي، واردات یې مطلق بند دي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.

مولوي شمس‌الدین شریعتي زیاته کړې چې د ا.ا.ا کابینې د یادې پرېکړې د پلي کولو په موخه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست په مشرۍ پلاوي ته چې پکې د مالیې وزارت، کانونو او پترولیم وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، د استخباراتو عمومي ریاست او د نفتو او ګازو امارتي شرکت استازي یې غړیتوب لري، دنده سپارلې چې هېواد ته د بې کیفیته تیلو د واردولو څرنګوالی په هر اړخیزه توګه وارزوي او د بې کیفیته تیلو له وارداتو د مخینوي په موخه جامع طرحه جوړه او د افغانستان اسلامي امارت کابینې ته یې وړاندې کړي.

ښاغلي شریعتي ویلي چې مؤظف پلاوي د هېواد د ټولو هغو بندرونو چې ترې تیل او نور نفتي محصولات واردېږي، ارزولي او په دې اړه یې خپله جامع طرحه جوړه او د ا.ا.ا کابینې ته یې د بې کیفیته تیلو د مخنیوي د څرنګوالي په موخه حل لارې وړاندې کړې چې کابینې هم د یاد پلاوي وړاندیزونه تصویب او د عالیقدر امیرالمؤمین «حفظه‌الله تعالی» له خوا منظور شوي دي.

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

نوموړي زیاته کړې چې د یادې طرحې د پلي کولو په موخه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست په مشرۍ ګډ پلاوي ته چې د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق همکار، د استخباراتو د عمومي ریاست مالي او اداري مرستیال ملا بسم‌الله آخند او د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر عمومي ریاست مرستیال مولوي سیداحمد مستقیم یې غړیتوب لري، د پورتني پلاوي ترڅنګ دنده لري چې هېواد ته د بې کیفیته تیلو او نورو نفتي محصولاتو مخنیوی وکړي.

د محترم مولوي شمس‌الدین په خبره، د بې کیفیته تیلو او نورو نفتي موادو واردول نه یوازې نقلیه وسایط له تخنیکي ستونزو سره مخامخوي، بلکې چاپېریالي ککړتیا رامنځته کوي او د ګڼو تنفسي او سرطاني ناروغیو لامل ګرځي.

هغه زیاته کړې: «دا وضعیت د شریعت له نظره نورو ته د ضرر رسولو روښانه مصداق دی چې په اسلامي شریعت کې منع دی. د اسلام په مقدس دین کې د عامه ګټو ساتنه د اولی‌الأمر او اسلامي حکومت بنسټيزه دنده ده. څنګه چې د بې کیفیته تیلو واردول د تنفسي او نورو ناروغیو لامل کېږي او عامه ګټې زیانمنوي، مخنیوی یې د افغانستان د اسلامي امارت دنده ده.»

محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي د مؤظف پلاوي د وړاندیزونه په اړه چې د ا.ا.ا کابینې تصویب او عالیقدر امیرالمؤمنین «حفظه‌الله تعالی» منظور کړي، وویل چې له دې وروسته د هېواد له ټولو بندرونو څخه د (A – 80) په نوم تیلو پر واردولو بندیز لګېدلی دی. هغه په دې اړه ویلي: «د (A – 80) په نوم تیل چې د هېواد له معیارونو او ستندردنو سره سمون نه خوري، له ټولو بندرونو یې پر واردولو بندیز لګېدلی دی.»

نوموړي ویلي چې د مؤظف پلاوي د موندنو له مخې، په فراه کې د شیخ ابو نصر فراهي له بندر څخه د نورو بندرونو پرتله ډېر بې کیفیته تیل او نور نفتي محصولات وارد شوي او له همدې کبله له یاد بندر څخه د تیلو واردول منع شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د مؤظف پلاوي د وړاندیز پر بنسټ، له هغو بازار ګوټو او نورو مرزي سیمو څخه چې د نفتي موادو د ازمايښت لپاره لابراتوارونه نه لري، د تیلو او نورو نفتي موادو واردول بند شوي دي.

محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي زیاته کړې چې له دې وروسته د هېواد د بندرونو له لارې هېواد ته د خامو نا اړینو نفتي موادو واردول بند دي او دغه راز د نفتي او مایع ګازو سکټور کې د فعالیت ورکولو جواز ځندول شوی دی.

هغه ویلي چې له دې وروسته هېواد ته د تیلو او ګازو په ګډون د نفتي موادو واردول د هغو شرکتونو او اشخاصو له لوري ترسره کېږي چې رسمي جواز ولري.

د هېواد په ټولو بندرونو کې د نفتي موادو او مایع ګازو د معیاري لابراتوارونو جوړول، د هېواد په بندرونو کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب آمریتونو رامنځته کول، پر هغو شرکتونو چې په دوامداره توګه تیل او نور بې کیفیته محصولات واردوي، د درنو سزاګانو لګول او د نفتي موادو اړوند د ځينو نورمونو او ستندردونو بیاکتنه نور هغه وړاندیزونه و چې ښاغلي شریعتي ورته اشاره ورکړه.

د مؤظف پلاوي رییس پر ټولو هېوادوالو، علماوو او رسنیو غږ کړی چې د بې کیفیته تیلو د زیانونو او د مخنیوي پر ارزښت یې په عامه پوهاوي کې برخه واخلي او دغه راز سوداګرو ته یې هم سپارښتنه کړې چې هېواد ته د بې کیفیته تیلو او نورو نفتي محصولاتو له واردولو مخنیوی وکړي او د خلکو روغتیا ته ژمن واوسي.

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

هغه ټینګار کړی چې د مؤظف پلاوي کار دوام لري او په قاطع او جدي توګه نفتي مواد کنټرول او څارل کېږي.

ورته مهال، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین ډاکتر ملا زین‌العابدین عابد په دې خبري کنفرانس کې وویل چې د سالم چاپېریال رامنځته کول د ټولو ګډ مسوولیت دی. د نوموړي په خبره، بې کیفیته تیل چاپيریال ته زیان رسوي او د ټولو په ځانګړې توګه د ماشومانو او سپین ږیرو روغتیا ګواښي.

له بلې خوا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمدیونس مهمند په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له وړاندیزونو هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې له دغه اقدامه د افغانستان خصوصي سکټور او د سوداګرۍ او پانګونې خونه ملاتړ کوي. هغه زیاته کړې چې بې کیفیته تیل د افغانستان چاپېریال، روغتیا او اقتصاد ته زیان رسوي او سوداګرو ته یې له واردولو د مخینوي سپارښتنه کړې ده

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS