د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه پوره شوه.
د تیلو دا ټانک سهشنبه د ۱۴۴۷ کال د محرم الحرام پر پنځمه ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
د دې پروژې په پرانیستغونډه کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست مالي او اداري مرستیال الحاج ملا شاه محمد شاهد، ځینو رییسانو او مسوولینو ګډون کړی و.
د تیلو دا ټانک د ډیزلو او پټرولو لپاره دوه جلا ذخیرې لري چې ټولییز ظرفیت یې ۸۰ زره لیټره کېږي.
د تیلو دا ټانک له ملي معیارونو او د افغانستان د نفتو او ګازو امارتي شرکت په مشورې د ۳ میلیونو او ۶۹۶ زرو او ۶۸۰ افغانیو په ارزښت جوړ شوی دی.
د دغه ټانک په پرانېستلو به د ادارې د وسایطو لپاره د تیلو د وېش بهیر منظم او ښه شي.

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست مالي او اداري مرستیال الحاج ملا شاه محمد شاهد د تیلو دغه ټانک د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د دې پروژې له پلي کوونکي د مننې ترڅنګ ټينګار کړی چې په دې سره به د تیلو ویش منظم، متمرکز او له یوه واحد مرکزه وشي.
ښاغلي شاهد د دې پروژې ارزښت ته په اشارې وویل: «د تیلو دغه ټانک په پرانېستلو سره د وسایطو لپاره د تیلو وېش اسانه او د وسایطو د احتمالي خرابېدو کچه به راکمه شي، ځکه تیل به د کیفیت له تثبیتولو او ازمایښت وروسته ذخیرو ته انتقال شي.»
نوموړي زیاته کړې چې د تیلو ټانک په جوړېدو سره به د ادارې له بهره د تیلو ترلاسه کولو لګښتونه کم شي او د ادارې ورځنیو چارو په چټکتیا کې به مرسته وکړي.
د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دغې پروژې په بشپړولو د سرچینو په کنټرول او مدیریت کې مهم ګام پورته کړی دی.