د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

mozamil_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام در یک برنامهٔ رسمی معرفی شد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع‌الاول پر ۲۴ د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د غونډو په تالار کې جوړ شوی و.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.

د غونډې په پیل کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست پخواني رئیس محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي د خپلې کاري مودې د لاسته‌راوړنو او فعالیتونو په هکله خبرې وکړې او د دغې ادارې نوي ګومارل شوي لوی رئیس ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

وروسته د افغانستان د اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئیس محترم شیخ‌الحدیت نورالحق انور د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی رئیس د ګومارنې حکم ولوست او نوموړی یې په رسمي توګه د دغې ادارې مسوولانو او کارکوونکو ته وروپېژنده.

د غونډې په دوام کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست نوي ګومارل شوي رئیس محترم شیخ عبدالبر حقاني د دغې ادارې د پخواني لوی رئیس فعالیتونه وستایل او د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه له باوره په مننې یې د چارو پرمخ وړلو لپاره پر ګډې همکارۍ، ژمنتیا او هڅو ټینګار وکړ.

ورته مهال د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د تفتیش مرستیال الحاج مولوی محمد محسن هاشمي د دغې ادارې د مخکېني لوی رئیس کړنې او هڅې وستایلې او نوي ګومارل شوي لوی رئیس ته یې په ورسپارل شوې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه.

غونډه په دعایې پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده چې د عالیقدر امیرالمؤمنین د ۲۲/۳/۱۴۴۸ نېټې د (۷۸۰/۱۶۸۶) ګڼې حکم پر بنسټ د غزني زون د نظامي محکمې مخکېنی رئیس محترم شیخ عبدالبر حقاني د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی رئیس په توګه ګومارل شوی دی.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS