د کابل د امنیتي حوزو د کورنیو ستونزو د هواري له آمرانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۸ - ۱۵:۱
gender

له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ماشومانو سرغړونو ته د رسیدګۍ مرستیالۍ د افغانستان د حقوقو د پراختیا نړیوال سازمان (IDLO) په مرسته د کابل د اتلسو امنیتي حوزو د کورنیو ستونزو د هواري له آمرانو او مرستیالانو سره د همغږۍ دوه ورځنۍ ناسته وکړه. دا ناسته د ۱۳۹۷ کال د مرغومي پر ۱۸ د لويې څارنوالۍ په نوي ښار ودانۍ کې وشوه.

په دغه ناسته کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ماشومانو سرغړونو ته د رسیدګۍ مرستیالۍ سلاکار حمیدالله صمدي، د کابل د اتلسو امنیتي حوزو آمرانو، مرستیالانو او د یادې شوې مرستیالۍ ګڼو کارکوونکو ګډون کړی و.

gender

په دغه ناسته کې ښاغلي صمدي وویل، چې د پخوا په پرتله په امنیتي حوزو کې د کورنیو ستونزو د هواري له آمرانو سره مو همغږي ښه شوې او موږ له دوی سره هر ډول قانوني مرستې ته چمتو یو.

نوموړي دغو آمرانو ته وویل، موږ به ستاسو هغه ستونزې چې په کاري وخت کې ورسره مخامخ یاستئ، ژر تر ژره له رهبري پلاوي سره شریکې او د حل په موخه به یې کوټلي ګامونه واخلو.

په دغه ناسته کې د کورنیو ستونزو د هواري کارکوونکو ته د ټرانسپورټ او مناسبو دفترونو پر نشتوالي خبرې وشوې.

د دغې ناستې موخه د امنیتي حوزو د کورنیو ستونزو د هواري آمریتونو سره د همغږۍ ښه والی او په ورته وخت کې د دوی ستونزو ته د حل لارو پيدا کول بلل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه ناسته کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ماشومانو سرغړونو ته د رسیدګۍ مرستیالۍ د کارکوونکو له خوا په کاري محیط کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي لارښود اړوند موضوعات او نظریات هم شریک شول.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS