په عسکري چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیالۍ ۱۴۱۳۹ قضیې ثبت کړې او څېړلې دي
په عسکري چارو کې د لویې څارنوالۍ د راپور له مخې، په ۱۳۹۷ مالي کال کې د هېواد په کچه څوارلس زره و ۱۳۹ جنایي پېښې شوې، چې یو زره و ۶۹۴ یې جرمي او دوولس زره و ۴۴۵ نورې یې د بېلابېلو مواردو په اړه دي.
د یاد شوي راپور له مخې، د دغو قضیو له جملې څخه دوولس زره و ۳۴۰ قضیې د دعوې او اتهام نامې له ترتیب وروسته وروستۍ محکمې ته سپارل شوې.
دغه راپور ښیي، چې د یادو شویو قضیو له جملې څخه ۸۱۴ قضیې تر کار لاندې، ۳۵۷ اړونده مراجعو ته استول شوې او ۴۴۹ نورې د مناسبو دلایلو د نشتون له امله ساتل شوې دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې ۵۱۴ قضیې د قتل، ۳۷۸ د ترافیکي پېښو، ۱۵۰ د غلا، ۷۴ د اخلاقي جرمونو، ۳۸ د نشهیي توکو او ۵۴۰ نورې یې د دوکې (فرېبکارۍ)، جعل او تزویر، رشوت، ناقانونه غوښتنو او اختلاس په اړه دي.
په دغه راپور کې د قضیو د راغلې شمېرې له مخې، له نغدي جرمي، اختلاس، نشهیي توکو او د ځینو نظامي کارکوونکو د معاش پنځوس سلنه چې په نغدي جریمه محکوم شوي،اتهویشت میلیونه و ۴۰۴ زره او ۳۰۵ افغانۍ او دوه زره و ۶۸۳ امریکایي ډالر په لاس راغلي او د دولت پر پرېکنده حساب مرکزي بانک ته استول شوي دي.