اختلاس په تور د پنځو کسانو علنی محکمه

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۶/۲/۱۲ - ۱۵:۳۹
49

 

دغه محکمه نن یکشنبه د غویي میاشتې په ۱۲ نیټه د اداری فساد سنګینو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلی او قضایی مرکز کې په لاره واچول شوه.

دغه پنځه کسان چې څلور یې د عزیزی بانګ کارکوونکي او پنځم کس یې د مزار شریف یو آزاد صراف دی، د ۲۱۰ زره امریکایی ډالرو اختلاس او دندې څخه ناوړه ګټه اخستنې په تور محاکمه شول.

د تورنو له ډلې یو کس یې د الزام دلایلو نه شتون له کبله بې ګناه وپېژندل شو. د عزیزی بانک درې تنه کارکوونکي د جزا قانون ۲۶۸ مې مادې دویمې فقرې، د یاد قانون ۳۹ مادې دویمې فقرې او د جزایی اجراآتو قانو ۲۳۷ مادې له مخې هر یو په پنځه کاله تنفیذی بند محکوم شول.

له بلې خوا بیا دغه کسان دندې څخه ناوړه ګټه اخستنې په تور څو اختلاس ترسره کړي، د جزا قانون ۱۵۶ مې مادې پر بنسټ په شدیدو مجازاتو (پنځه کاله او شپږ میاشتې) تنفیذی بند محکوم شول.

یو بل تورن چې د مزار شریف ښار یو صراف دی، د ۲۱۰ زره امریکایی ډالرو په ردولواو پنځه کاله او شپږو میاشتو تنفیذی بند مجازاتو محکوم شو.  

په عین حال کې، دغه کسان د جزا قانون ۴۸ مې مادې دویمې فقرې او د یاد قانون ۲۳۷ مې مادې له مخې په ټولییزه توګه د ۲۱۰ امریکایی ډالرو نغدی جزا د تضمین په توګه محکوم شول.

د یادې محکمې قاضی په وینا، دا حکم قطعی ندی. که چیرې تورن کسان ادعا ولري نو د هغوی د استیناف غوښتنې حق محفوظ دی.

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS