د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

mozamil_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
آزمون بخش از معاملات و بخش اول سیرت النبیﷺ

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیسته.

دا ازموینه د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع‌الاول پر ۳۰ (د ۱۴۰۵ کال د وږي ۲۲) د دغې ادارې په دارالامان، تفتیش، شهرنو، صدارت څلورلارې، قصبه او بنايي ودانیو کې واخیستل شوه.

د دغې ازموینې پوښتنې د معاملاتو له نهمې او لسمې او د حضرت محمدﷺ د سیرت له لومړۍ برخې څخه راغلې وې.

د مسؤلانو په خبره، د دغې ازموینې پوښتنې په پښتو او دري ژبو برابرې شوې وې.

د ازموینې موخه له تدریس شویو موضوعاتو د کارکوونکو د پوهاوي کچې ارزونه ښودل شوې ده.

د یادونې ده چې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست له دې مخکې هم له تدریس شویو موضوعاتو د کارکوونکو د پوهاوي کچې د ارزولو په موخه ورته ازموینې اخیستې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS