اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ارزونه؛ لویه څارنوالي د افغانستان یوه غوره اداره

Hussain_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۹:۵۱
ago

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ارزونه؛ لویه څارنوالي د افغانستان یوه غوره اداره

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د کلنۍ ارزونې پر اساس، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۱۵ مادې د تطبیق له مخې لویه څارنوالي د هېواد په غورو ادارو کې راغلې ده. لویې څارنوالۍ په دې ارزونه کې له ۱۰۰ امیتازو څخه ۹۶٫۸ امتیازه ګټلي دي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د هېواد د ۴۴ ادارو وېبسایټونه د ۴۴ شاخصونو له مخې ارزولي. دا ارزونه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۱۵ مادې د منځپانګې د تطبیق له مخې شوې ده. د دغې ارزونې له مخې کومو ادارو چې دا ماده تر ۸۰ سلنې زیاته پلې کړې وي، د غوره ادارو په توګه پېژندل شوې دي.

په دې ارزونه کې د لويې څارنوالۍ په تړاو راغلي: «د لویې څارنوالۍ وېبسایټ ښه او منظم جوړ او اطلاعات يې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۱۵ مادې له شاخصونو سره سم خپاره کړي دي.»

د لويې څارنوالۍ د رسنیو د مسؤولانو په باور، اطلاعاتو ته لاسرسی، په ځانګړې توګه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۱۵ مادې تطبیق د اجرااتو د حساب ورکولو او روڼتیا په برخه کې یو مهم ګام دی. د دغه قانون تطبیق او پر وخت د اطلاعاتو خپرول له یوې خوا غوښتنوالو ته ژر معلومات وررسول کېږي، له بلې خوا د مالي لګښت او د وخت د ضایع کېدو مخنیوی کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې لویې څارنوالۍ د دغه کمېسون په پروسږنۍ ارزونه کې هم د غوره ادارو په کتار کې راغلې وه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS