اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه د ځینو رسنیو د اعلامیې په ارتباط د ا.ا.ج لویې څارنوالۍ اعلامیه

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۶ - ۱۰:۲۶
ago

د ۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۶

کابل – افغانستان

د ځینو رسنیو مسؤولانو د ۱۳۹۸ کال د سلواغې پر ۱۵ په کابل کې د یوې اعلامیې د اورولو په ترڅ کې وویل، چې ځینې دولتي ادارې د اطلاعاتو پر ورکړې محدودیت لګولی او ځینې ادارې یې د «تړلو ادارو» په نوم یادې کړې دي، چې په هغې کې یې د لویې څارنوالۍ نوم هم یاد کړې دی.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي دغه اظهارات غیرواقعي او غیرمسوولانه ګڼي.

لویه څارنوالي د متعهدې دولتي ادارې په توګه، چې د وینا له آزادۍ او د ازادو رسنیو له کړنو ملاتړ کوي، د حکومت او رسنیو د کمېټې غړې هم ده، چې دغه اصل یې له خبریالانو سره د شوي تاوتریخوالي او رسنیزو قضیو ته د رسیدګۍ برخه کې ثابته کړې؛ ټولو رسنیو، خبري اژانسونو او افغانانو ته د اطلاعاتو د ورکړې په برخه کې، د نورو دولتي ادارو په پرتله د لاسرسي وړ ده.

د لویې څارنوالۍ رهبري، له دولتي او خصوصي ادارو څخه خلکو ته د اطلاعاتو د لاسرسي په هکله ژمن دی او دا د قانون د تطبیق، د عدالت د تأمین، روڼوالي او حساب‌ورکونې په برخه حتمي ګڼي.

لویه څارنوالي له هغو دولتي ادارو څخه ده، چې په لومړي ځل یې د غوښتنکو د لا اسانتیا په موخه اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین فورم جوړ او په څنګ کې یې په تشکیلاتي جوړښت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي مرجع رامنځته کړه.

له شپږزرو زیاتو افغانانو خپلې ستونزې او شکایتونه مخامخ له لوی څارنوال سره شریکې کړي او  هغو ته رسېدنه شوی، د لویې څارنوالۍ د رهبري پلاوي میاشتنۍ ناستې د مدني ټولنو له غړو، رسنیو، مشرانو او د کابل ولایت د ولسوالیو او ناحیو له وکیلانو سره، د ۱۸۰ ځانګړې شمېرې فعالول او د ۳۴ ولایتونو سره په منظم ډول د مطبوعاتي کنفرانسونو طرحه، د لویې څارنوالۍ هغه اقدامات دي، چې دا یې بېلابېلو قشرونو او رسنیو ته د اطلاعاتو د ورکړې په برخه کې تعهد ښکاره کوي.

د لویې څارنوالۍ د ویاندوې دفتر په روان کال کې له بېلابېلو کورنیو او بهرنیو رسنیو او خبري اژانسونو سره له ۱۱۰۰ زیاتې مصاحبې کړې او ۳۴ تنو غوښتونکو ته یې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مطابق، اطلاعات په لاس ورکړي دي.

همدارنګه له ۳۵۰ زیات خبرونه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د لویې څارنوالۍ له رسمي ویبسایټ او ټولنیزو رسنیو څخه خپاره شوي او د دغې ادارې کړنې او لاسته‌راوړنې د میاشتنۍ جریدې له لارې چې له دوه زره تیراژ سره چاپېږي، هم ویشلې دي.

لویه څارنوالي اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په ځانګړي توګه د یاد قانون د ۱۵ مادې په تطبیق متعهده ده او هڅه کوي، چې اطلاعات په فعاله توګه له بېلابېلو لارو څخه رسنیو او خلکو سره شریک کړي.

د خوښۍ ځای دی، چې تراوسه هیڅ شکایت د رسنیو او اطلاعاتو غوښتونکو له خوا د اطلاعاتو د نه لاسرسي په هکله د لویې څارنوالۍ او له اطلاعاتو څخه د نظارت د لاسرسي کمیسیون کې نه دی ثبت شوی، دا ښيي چې په ټاکلي وخت کې غوښتونکو ته اطلاعات په لاس ورکړل شوي دي.

د ځینو ادارو د ارزونې په ځانګړي توګه اطلاعاتو څخه د نظارت د لاسرسي کمیسیون، چې یو مسؤوله، د اعتبار وړ او اطلاعاتو څخه د نظارت د لاسرسي اړوند برخه کې صلاحیت لري، دا ښیي چې لویه څارنوالي د اطلاع‌رسونې او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تطبیق په برخه کې معتبره، مخکښه او په لومړي کتار کې ځای لري.

لویه څارنوالي له ټولو نهادونو هیله‌منده ده، چې خپلې نظریې او ارزونې په واقعي ډول د ادارو له کړنو وروسته بیان کړي. د غلطو او له واقیعت څخه د لرې اطلاعاتو نشرول، عامه ذهنونه ګډوډوي او خلکو ته د واقعي اطلاعاتو د لاسرسي حق زیانمنوي.

په درناوي

د ا.ا.ج د لویې څارنوالۍ رهبري

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS