اووه کسان د اختلاس او له تزویري اسنادو څخه د ګټې اخېستنې په تور محاکمه شول

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۷ - ۹:۳۸
AIB bank

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ابتدایي محکمې، یاد شمېر کسان د اختلاس او له تزویزې اسنادو څخه د ګټې اخېستنې په تور د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۲۶ په علني ډول محاکمه کړل.

د یادې ناستې قضایي پلاوي، د  AIB بانک کارکوونکو هر یو ګل احمد د ګلاب شاه زوی، محمد توفیق د میر محمد شفیق زوی، احمد زبیر د ذکریا زوی، حبیب الله د محمد داوود زوی، عزیز الرحمن د سیف الرحمن زوی، احمد صمیم د غلام حسن زوی، او محمد شریف د محمد اسحق زوی ته په یاده قضیه کې د کافي او لازمو دلیلونو د نشتون له امله، د جزایي اجرااتو قانون د پنځمې او  ۱۹ مادې څلورمې فقرې او همداراز د جزا کود د پنځمې مادې په رعایتونه د اساسي قانون د ۲۵ مادې له مخې برائت ورکړ.   

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS