جمهوررئیس د لویې څارنوالۍ رهبرۍ د کړنو راپور واورېد

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۷:۵۹
p

جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د لویې څارنوالۍ رهبرۍ سره په غونډه کې د یادې ادارې د کړنو راپور واورېد او د چارو د لاښه والي په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

د لویې څارنوالۍ سرپرست ذبیح الله کلیم او د یادې ادارې د بېلابېلو ریاستونو مسوولینو د اته ګونو کمېټو د ایجاد، د دوسیو د څېړلو، د نویو کسانو د استخدام، له بېلابېلو وزارتونو او ادارو سره د همغږۍ،ظرفیت لوړولو، د معیاري سیستمونو، د فساد ضد مبارزې او د قانون د حاکمیت په برخو کې د خپلو کړنو راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ.

جمهوررئیس غني د لویې څارنوالۍ د رهبرۍکړنو او شوي پرمختګ څخه په مننې وویل، لویې څارنوالۍ کې وروستي بدلونونه او مقررۍ باید نتیجه محوره وي. هر رئیس چې لاسوهنه کړې او د قضایاوو مسیر بدل کړی وي، د بښنې وړ نه دی، سیستم باید په اساسي توګه اصلاح او پاک شي.

جمهوررئیس وویل، د لویې څارنوالي مسوولین دې په راپورونو کې د اصلاحاتو سلنه مشخصه او له نورو وزارتونو او ادارو سره د مناسباتو ډول واضح کړي چې د مسوولیتونو اندازه واضح شي. هغه زیاته کړه، د عدالت په دغه دستګاه کې دې د څارنوالانو ظرفیت لوړ شي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د لویې څارنوالۍ او قضا چارو د چټکتیا او لاموثریت لپاره دې اساسي ګامونه واخیستل شي او د اصلاحاتو لپاره به د اړتیا وړ ټول امکانات برابر شي. د لاسوهنو د اساسي مخنیوي ترڅنګ ولس باید د قضایاوو د اساسي تعقیب او حل و فصل باور ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS