درې کسان علني محاکمه شول
د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز، استیناف محکمې دا درې کسان د غدر په تور د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي پر ۱۵ علني محاکمه کړل.
سیدبهاوالدین او وفي الله د افغانستان د پراختیا او بیارغونې د خدمتونو ادارې (ARDS) استازي او حیمدالله زاهد د ماليې وزارت استازی د کابل د اداري فساد د څېړنې ابتداییه محکمې له خوا د جزایي اجرااتو قانون د ۲۳۵ مادې له مخې برائت اخیستی و، د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د اسیتناف محکمې هم د کره دلایلو د نشتوالي له امله د نوموړې ابتداییه محکمې د حکم له مخې نوموړو ته برائت ورکړ.