دوه سوه اتیا کسه ځوانانو څخه آزموینه واخیستل شوه

hdsadmin
شنبه ۱۳۹۵/۳/۲۹ - ۸:۳۹
ago

د لویې څارنوالۍ په مسلکی بستونو کې د ګمارنې په موخه د دوه سوه اتیا کسه نارینه او انجونو څخه د لویې څارنوالۍ په انګړ کې آزموینه واخیستل شوه.

په دی آزموینه کې د څارنوالۍ د واک او تشکیل قانون د ۲۸ می مادی چې د حقوقو او سیاسی علومو او شرعیاتو پوهنځیو د فراغت سند درلودل، د سیاسی تنظیمونو نه غړیتوب ، د حقوقی ستاژ او یا هم ۳ کاله کارې تجربه لرونکې او ۲۴ کاله عمر یې بشپړ کړی وی، په شرایطو برابر کسانو برخه اخیستی وه. چې له یادي شمیری څخه د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سل تنه د هیواد په بېلا بېلو ولایتونو د څارنوالۍ مسلکی بستونو کې پر دندو وګمارل شې. یاده آزموینه د ټاکل شوې ګډ پلاوې تر نظر لاندې واخیستل شوه. د لاروڼتیا په موخه د یادې آزموینې ګډون کوونکو له جملی څخه څلور کسه د یادی آزموینې کمیټی ترڅنګ د آزموینې د پارچو د لیدنې د څارنې په موخه وګمارل شول. د لویې څارنوالۍ په اډانه کې یاده آزموینه د اصلاحاتو او سمونې د طرحې پر بنسټ ترسره شوه. چې نوموړی آزموینه د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو څخه د فراغت، حقوقی ستاژ دورې او کارې تجربی په پام کی نیولو سره ترسره شوه.

د افغانستان اسلامی جموری دولت لوی څارنوال محمدفرید "حمیدی" یاده آزموینه شفافه وبلله او وویل: هیڅ وخت به، په ضوابطو روابطو ته ترجیح ورنکړی.

ښاغلی "حمیدی" دې اشخاصو ته د اشاری په ترڅ کې وویل: "موږ هیله مند یو هغه ځوانان چې په لویه څارنوالۍ په اډانه کې ګمارل کیږی، خپلو دندو، خلکو او هیواد ته ژمن اوسی. لویه څارنوالی اداره، د اداری فساد پر وړاندې په مبارزه کې د لومړیتوبونو له جملی څخه ده. ددې کرغیړنې پدیدې پر وړاندی موږ باید تر پخوا خپلي هڅې باید لا ګړندۍ کړو." نوموړی زیاته کړه څوک چې لویې څارنوالۍ ته راځی. د عدالت د تامین له پاره مراجعه کوی دا بیا زموږ مسوولیت دی چې قانون پلی او عدالت تامین کړو.

د یادونې وړ ده چې د لویې څارنوالۍ په اډانه کې په مسلکی بستونو کې د ګمارنې په موخه په لوړه پیمانه نارینه او انجونی په آزموینه کې برخه اخلی. د نوی او ځوان ځواک د ګمارنې او جذب، ددی ادارې د اصلاحاتو او سمونی یوه برخه ده.

"

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS