دوه ورځني کنفرانس د لوی څارنوالۍ ادارې او د سوداګرۍ او صنایعو خونو لخوا ترسره شو
دا کنفرانس د یکشنبې په ورځ د غویی میاشتې په ۳۱ مه نیټه د انترکانتیننتال هوټل کې د عدالت، ښه حکومتداري او دوامداره پرمختګ تر نوم لاندې جوړ شو او د یوې ورځې لپاره به دوام مومي.
په دې کنفرانس کې، قانون پوه محمد سرور دانش د جمهوري ریاست دویم مرستیال، ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي یووالي حکومت اجرایوي مشر، قانون پوه قاضی القضات سید یوسف حلیم، څارنپوه محمد فرید حمیدی لوی څارنوال، د سوداګرۍ وزير همایون رسا، د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مرستیال خانجان الکوزي، د ملی شورا استازو، د لوی څارنوالي مرستیالانو او مشرانو او ملی سوداګرو ګډون کړی وو.
قانون پوه محمد سرور دانش د جمهوري ریاست دویم مرستیال د سوداګرو په دوامداره پرمختګ ټینګار وکړ او ویي ویل: " پرمختیایي موخو ته د رسیدو لپاره د سوداګرو رول بی ساری دی." د ښاغلي دانش په باور، د افغانستان اسلامي جمهوريت ژمن دی چې په هیواد کې تلپاتې پراختیا پلي کړي.
نوموړي د سوداګرو د بی ساری رول او پرمختیایي موخو ته د رسیدلو په اړه یادونه وکړه او ویي ویل حکومت ته لازمه ده چې د سوداګرو فزیکي، قضایی او قانونی امنیت برابر کړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي یووالي د حکومت اجرایوي مشر د عدالت په ښینګښت ټینګار وکړ او ویی ویل: "د دولت د پایښت بنسټ عدالت دي."
ښاغلي د خپلو خبرو په لړ کې وویل چې د خپلي دولتي دندې څخه به هیڅکله د جنایتکارانو په ګټه دفاع ونکړم، ښاغلي زیاته کړه چې عدالت به په ټولو وګړو مساوي پلي کیږي.
له بلې خوا د هیواد لوي څارنوال (څارنپوه) محمد فرید حمیدی د دې کنفرانس موخه د عدالت پلي کول، دوامداره پرمختیا، امنیت، ښه حکومت والي او د سوداګرو د ستونزو حل وبوله. نوموړي ټینګار وکړ، کله چې امانت امانتدار ته وسپارل شي په دغه وخت کې مونږ کولای شوعدالت، ښه حکومت والي او دومداره پرمختیا ته ورسیږو.
د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مرستیال خانجان الکوزي د ملي یووالي د حکومت د پاملرنې څخه د خصوصي سکتور په اړه مننه وکړه او ویی ویل، عدالت، ښه حکومت والي او دومدارې پرمختیاوي د حکومت جدی پاملرنه د خصوصی سکتور په اړه ښایي.
له بلې خوا نوموړي د سوداګرو د امنيت او سوداګرۍ د ستونزو په اړه خبرې وکړي. د نوموړي په وینا، په تېرو دوو مياشتو کې ۲۵ قضیي د سوداګرو د ماشومانو د تښتونې په تړاو شوي دي د نوموړو قضیو څخه ۵ قضیي د کابل په ښار کې شوي دي.
د مناظرو اومسئلو سربېره چې د نن ورځي په کنفرانس کې راپورته شوي، د سوداګرو د شته ستونزو د حل لپاره به سبا په تفصیلي بڼه په دغه ستونزو بحث وشي.
