دوه کسان د پیسو مینځلو په تور محاکمه شول

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۹ - ۱۴:۴۲
adly

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ابتدایي محکمې، دوه کسان د پیسو مینځلو په تور د ۱۳۹۷ کال د سلواغې پر اتمه په علني ډول محاکمه کړل.

په دغه قضایي ناسته کې، د عزیز نیازي لمتید شرکت رئیس او صراف عزیزالرحمن د ګل الرحمن زوی او د بلال احمد مجیب لمتید شرکت رئیس او صراف او همداراز د عزیز نیازي لمتید شرکت مرستیال نذیر احمد د ګل الرحمن زوی ، محاکمه شول.

د دغه قضایي ناستې پلاوي، یاد شوې تورن کسان د پیسو مینځلو په تور، د جزایي اجرااتو قانون د ۲۳۷ او د جزا کود د ۱۷، ۵۷ او ۴۹۸ مادې په رعایتونې، د پیسو مینځلو د مخنیوي قانون د ۵۲ مادې لومړۍ فقرې له مخې هر یو په څلور څلور کاله تنفیذي بند او د پنځوس زره افغانیو په ورکړې محکوم او مجازات کړل.

د دغه ناستې د قضایي پلاوي د پرېکړې پر بنسټ، ۱۰۲ میلیونه و ۱۴۴ زره او ۹۹۶ امریکایي ډالر، د ناشي عوایدو او پیسو مینځلو د مخنیوي قانون د ۳۹ مادې درېیمې فقرې او د جزا کود د ۵۰۹ مادې درېیمې فقرې له مخې مصادره شول.

د یادې شوې ناستې رئیس همداراز د کورنیو بانکونو د کارکوونکو په اړه، چې په یاده شوې قضیه کې یې د تزویزي انوایسونو له مخې اجراات کړي، حکم صادر کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS