د ا.ا.ج دولت لویې څارنوالۍ سرپرست د یوناما دفتر له کارپوه کېب هل سره ولیدل
د هېواد لویې څارنوالۍ سرپرست ښاغلي ذبیح الله کلیم په افغانستان کې د یوناما دفتر له کارپوه کېپ هل سره ولیدل او له یو بل سره یې خپل پروګرامونه شریک کړې.
دا لیدنه چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۱ وشوه، ښاغلي کېپ هل د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ ریاست مسلکي کاروونکو ته د سلا مشورې او ظرفیت لوړاوي په موخه خپل شل ورځنۍ برنامه شرح کړه. نوموړي د لويې څارنوالۍ له رهبرۍ د مننې تر څنګ زیاته کړه، چې په افغانستان کې به د یوناما دفتر له لویې څارنوالۍ سره خپلو تخنیکي همکاریو ته دوام ورکوي.
بلخوا د لویې څارنوالۍ سرپرست ذبیح الله کلیم د یوناما افغانستان دفتر د همکاریو مننه وکړه او د نړیوالو جرمونو د قربانیانو، شهود او د اسنادو او شواهدو د راټولو د څرنګوالي په تړاو د ظرفیت لوړاوي پر پروګرامونو يې ټینګار وکړ او ويې ویل: «د ۱۳۹۶ کال د جزا کوډ پر اساس په افغانستان کې نړیوال جرمونه روښانه شوي دي، له دې کبله اوسمهال د دغې برخې کارکوونکي د ظرفیت لوړاوي روزنیزو پروګرامو ته اړتیا لري.»
د یادې شوې غونډې په پای کې، د لویې څارنوالۍ سرپرست وویل، چې د هېواد عدلي او قضايي بنسټونو د ځواب نه ورکولو د دود د له منځه وړلو لپاره جدي هڅې کړې دي او د هرې کچې قضيه به له رسیدګۍ او تعقیب پرته نه پاتې کېږي.
