د اداري فساد تورن ته د تېښتې د لارې د برابرولو په تور د درېیو څارنوالانو د دندو ځنډېدل

Hussain_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۶:۰
ago

د کابل د سویل زون استیناف څارنوالۍ ریاست د تحقیق پخواني آمر سره په تېښته کې د همکارۍ په تور د درېیو څارنوالانو په تړاو قانوني تصمیم ونیول شو.

په دغو کسانو کې یو تن د کابل شمال زون استیناف څارنوالۍ ریاست څارنوال او بل چې د اقتصاد وزارت کارکوونکی دی، تر توقیف لاندې دي او درېیم مظنون چې د لویې څارنوالان کارکوونکی دی، دنده يې ځنډېدلې.

د یادونې وړ ده، چې په دې قضیه کې د کابل د یوه خصوصي روغتون لابراتوار چې ناسم معلومات یې د عامه روغتیا وزارت په همغږۍ وړاندې کړي و، هم تړل شوی دی.

د مظنونانو او په اداري فساد تورن قضیه د کنټرول او مرقبت څارنوالۍ تر بررسي لاندې ده. لویه څارنوالي یو ځل بیا ټینګار کوي، چې دا اداره د اداري فساد د مرتکبانو او د هېواد د نافذه قوانینو د ناقضانو په تړاو هېڅ ډول نرمي نه لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS