د اداري فساد درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز لاسته راوړنې

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۴/۱۴ - ۱۶:۱۶
51

د لویې څارنوالۍ ویاند ښاغلي جمشېد د چهارشنبې په ورځ د چنګاښ میاشتې په ۱۴ نېټه د حکومت د رسنیو په مرکز کښې په یوه خبري غونډه  کښې د دې مرکز د کار پایلې رسنیو سره شریکې کړې.    

ښاغلي رسولي زیاته کړه چې د دې مرکز د جوړېدو څخه تر اوس محاله د اداري فساد ۲۷۴ قضیې دغې مرکز ته رسېدلې دي.

په ملکي برخه کښې

د ۲۷۴ قضیو په منځ کښې ۲۱۶ قضیې ملکي دي، په دې برخه کښې ۲۸ قضیې نهایي شوي او لومړنۍ څارنوالۍ ته سپارل شوې دي. ۱۷ قضیې د کشف د پروسې تر څېړنې لاندې دي، د ۵۱ قضیو په اړه ابتدایي اجراآت ترسره شوي او د صلاحیت د نه شتون له امله اړوندو چارواکو ته  استول شوې دي. اوس مهال ۵۶ قضیې یې له منځه رد شوې دي او ۶۴ نورې قضیې  د دغه  مرکز د کار لاندې دي.

د دې قضیو په تړاو یو تن نیول شوی، څلور تنه له کاره (موقتاً) ایستل شوي، ۱۶ تنه ممنوع الخروج شوي او ۷۸ تنه د اعتبار په ضمانت خوشې شوي دي.

د پوځي څارنوالۍ په برخه کښې

۵۸ قضیې د پوځي څارنوالۍ مرکز ته رسېدلې دي چې له منځه یې ۸ قضیې نهایي او لومړنۍ محکمې ته سپارل شوې، ۲۵ قضیې د نوموړي مرکز د کار لاندې دي او نورې ۲۲ قضیې رد شوې دي. د دې قضیو په تړاو درې تنه نیول شوي، شپږ تنه له کاره (موقتاً) ایستل شوي، ۱۹ تنه ممنوع الخروج شوي او ۷ تنه د اعتبار په ضمانت د بند څخه خوشې شوي دي.

د دولت بودیجې ته راغلې پیسې

د یادو قضیو د څېړنې او پرېکړو په پایله کښې تورنو کسانو څخه ۷۴۱ میلیونه او ۱۹۵ زره او ۹۵۱ افغانۍ، ۴ میلیونه او ۶۶۳ زره او ۴۵ امریکایي ډالره لاس ته راغلي او د دولت په بانکي حساب کښې جمع شوي دي.

همدارنګه نوموړو محکمو دولت ته د ۱۶۲ میلیونه او ۸۸۷ زره او ۵۲۵ افغانیو، ۳ میلیونه او ۷۲۴ زره او د ۸۴۵ میلیونه امریکایي ډالرو، او د ۲۰.۳۵ جریبه ځمکې د ستنېدو (رد) حکم ورکړ.

له بلې خوا، د تورنو کسانو څخه ۷ میلیونه او ۶۳ زره افغانۍ، ۲۸۲ زره او۲۰۰ امریکایي ډالر، ۲۹۹ زره او ۵۰۰ پاکستانۍ کلدارې، دوه موټرې او ۳۱۷ ګرامه سره زر ضبط شوي دي.

په داسې حال کښې چې د لویې څارنوالۍ ویاند د اداري فساد سره مبارزه، د دغې ادارې یوه بنسټیزه ژمنه بولي. نوموړي زیاته کړه چې لویه څارنوالۍ د یو خپلواکه او بې طرفې ادارې په توګه د هیواد د وګړو د عدالت، حقونو او آزادۍ د خوندیتوب په خاطر د ټولو قضیو د څېړنو په برخه کښې په کلکه سره اقدام کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS