د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلې او قضايي مرکز دوه کسان د اختلاس په تور محاکمه کړل
د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز، د افغانستان اسلامي بانک کارمند محمد الیاس د عبدالقهار زوی او د دغه بانک ساتونکی بریالی د محمد حسن زوی، د ۱۳۹۸ کال د مرغومي پر ۲۱ د ۸۴۵ زره امریکايي ډالرو د اختلاس او همدغه بانک کې د تزویر په تور محاکمه کړل.
د دغې قضیې عاملین د کشفي بنسټونو له خوا پېژندل شوي او قضیه یې د عدالت د تأمین او لازیاتو څېړنو په موخه څارنوالۍ ته استولې ده.
د مؤظف څارنوال د صورت دعوې پر بنسټ، یادو کسانو له افغانستان اسلامي بانک څخه نورالله نومي کس ته د ۸۴۵ زره امریکایي ډالرو د غلا زمینه برابره کړې ده. نورالله په خاوریان شرکت کې د خپل ملګري محمد موسی په مرسته د بانکي حساب په پرانستلو او ناچله چک سره یاد شمېر پیسې غلا کړې او تښتېدلی دی.
د قضیې مؤظف څارنوال، یاد قضیه د څېړنو تر بشپړاوي او د صورت دعوې له ترتیب وروسته واکمنې محکمې ته استولې او غوښتنه یې کړې څو دغو کسانو ته د جزا کود د ۷۳، ۵۹ او ۱۴ مادې په پام کې نیولو سره د ۳۹۲، ۴۳۷، ۷۲۵ او ۷۱۴ مادې له مخې سزا ورکړي.
د دغې ناستې قضایي پلاوي، محمد الیاس د مناسبو دلیلونو د نشتون له امله، د اساسي قانون د ۲۵ او د جزا کود او جزایي اجرااتو قانون د پنځمو مادو له مخې بري الزمه وباله او بریالی چې د نور احمد ولد ګل احمد په نوم یې د ۱۵۲ زره امریکایي ډالرو د انتقال په موخه چک راوړی و، د جزا کود د ۷۳ مادې له مخې پر یو کال او شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم شو.
قضایي ناستې پرېکړه وکړه، چې د اتصالات مخابراتي شرکت کارکوونکي هر یو محمد شریف او ضمیر احمد، مبایل خرڅوونکي وحیدالله او سید سلیمان، د کابل چټګر ناحیې وکیل او د افغانستان اسلامي بانک هغه کارکوونکي چې نورالله نومي ته یې بانکي حساب پرانېستی، باید تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد مرکز د ابتدایي محکمې قضایي ناستې هم د دوی پر وړاندې ورته پرېکړه کړې وه.
