د اداري فساد پر ضد د مبارزې ملي ستراتیژۍ د بنچمارکونو د تطبیق د همغږۍ غونډه وشوه
دا غونډه د اداري فساد پر ضد مبارزې ملي ستراتیژۍ د بنچمارکونو او په معین وخت کې د اداري فساد قضيو د تعقیب او کشف بهیر د عمل ګډ پلان د ښه تطبیق په موخه له اداري فساد سره د مبارزې په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال په دفتر کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر ۱۳ وشوه.
په دې غونډه کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې مرستیال قیس باوري، د اداري فساد پر ضد د مبارزې کمېسیون کمېشنر سید محمد هاشمي، د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ عمومي رئیس محمد ظریف علم ستانکزي، د پالیسۍ، پلان او نظارت رئيس نقیب الله عبید، د ستراتیژۍ د تطبیق د ارزونې او نظارت رئیس سالم صفري او ځینو نورو رئیسانو ګډون کړی و.
د دغې ناستې غړو د اداري فساد پر ضد پر مبارزې ټینګار وکړ او په دې برخه کې يې د بنسټونو همغږي مهمه وبلله. نوموړو د اداري فساد پر ضد مبارزې ملي ستراتیژۍ د بنچمارکونو د تطبیق لپاره همغږي مهمه وبلله او په معین وخت کې يې پر تطبیق ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، د اداري فساد پر ضد مبارزې ملي ستراتیژۍ د بنچمارکونو د تطبیق لپاره چې د لویې څارنوالۍ اړوند دي، پلانونه او میکانیزمونه ترتیب شي چې دا بنچمارکونه په مشخص وخت کې تطبیق او اجرا شي او همداراز په معین وخت کې يې د تطبیق په موخه د اداري فساد پر ضد د مبارزې کمېسیون او لویې څارنوالۍ ترمنځ د همغږۍ غونډې هم زیاتې شي.
د یادونې وړ ده، چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې ملي ستراتیژۍ د تطبیق عمل پلان په ۱۴۰۰ مالي کال کې اووه بنچمارکونه لرل، چې د دغې ستراتیژۍ د شاخصونو پر بنیاد جوړه شوې او د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا له خوا په پرنسیب کې تایید شوې ده.
