د اداري فساد پر ضد مبارزې کمېټې دویمه ناسته وشوه

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۵/۱۷ - ۱۴:۵۱
20

د اداري فساد پر ضد د مبارزې کمېټې دویمه ناسته د لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ د ۱۳۹۷ کال د وږي پر ۱۷ د لويې څارنوالۍ په نوي ښار ودانۍ کې وشوه.

په دغه ناسته کې د لوی څارنوال په ګډون د دغې ادارې مرستیالانو، د عدليې وزیر ډاکټر عبدالبصیر انور او ګڼو نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

په یاده شوې ناسته کې د افغانستان د دویمې دورې د خودي ارزونې پر پیش نویس خبرې وشوې. لوی څارنوال او د غونډې ګډونوالو وویل، چې دا پيش نویس دې په ملي ژبو وژباړل شي او تر دقیقې کتنې وروسته به یې اړوند کنوانسیون ته واستول شي.

د افغانستان د خودي ارزونې پیش نویس د اداري فساد په اړه یو مفصل راپور دی، چې د ملګرو ملتونو دفتر ته وړاندې کېږي.

په یاده شوې غونډه کې لوی څارنوال وویل، چې لویه څارنوالي او ستره محکمه هوکړې ته رسېدلي، چې د همغږۍ غونډې به له سره پيلوي. نوموړي وویل، د دغو دواړو ادارو تر منځ د همغږۍ غونډې له دواړو ادارو سره مرسته کوي، چې له اداري فساد او جرمونو سره د مبارزې او د عدالت په تأمین کې ګټورې لاسته راوړنې ولرو.

لوی څارنوال همداراز یادونه وکړه، چې په راتلونکې غونډه کې به د اداري فساد مخنیوي په موخه د راپور ورکوونکو د هڅونې مشخص وړاندیزونه وړاندې شي.

له اداري فساد سره د مبارزې کمېټه د جمهور رئيس د ۱۳۹۵ د زمري د ۲۵ نېټې د ۹۴ ګڼې فرمان پر اساس د لوی څارنوال تر ریاست لاندې ایجاده شوې او د ماليې، عدليې او کورنیو چارو وزارتونو او د یو شمېر نورو ادارو استازي هم د دغه کمېټې غړي دي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS