د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ خبرتیا

ago_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۴ - ۱۲:۵۵
ago

۱۳۹۸ کال د مرغومي څوارلسمه

کابل-افغانستان

د ۱۳۹۸ کال د لړم پر پنځه ویشتمې د ګارډین ورځپاڼې راپور خپور کړ،  چې لوګر ولایت کې ځینو ښوونکو، زده‌کوونکو او  ځینو زورواکو د لوګر ولایت د شپږو ښوونځیو زده‌کوونکي جنسي ځورولي دي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د دغې قضیې د لا څیړلو په موخه یو هیأت ټاکلی. دغه هیأت خپلې څېړنې په دې هکله پېل کړي او ځینې اسناد یې هم ترلاسه کړي دي.

لویه څارنوالي د عدالت د ټينګښت او د قانون د حاکمیت لپاره خپلو څیړنو ته په جدي او دقیقه توګه دوام ورکوي او د لوګر ولایت له ټولو شریفو ولسونو، رسنیو او مدني ټولنو څخه غواړي، چې خپل اسناد او مدارک له یاد هیأت سره شریک کړي. هېوادوال کولې شي ۱۸۰ شمېرې ته زنګ ووهي او  خپل اسناد او مدارک له مؤظف هیأت سره شریک کړي. د اطلاع ورکوونکي هویت به د قانون له مخې پټ وي.

لویه څارنوالي یو ځل بیا ټولو افغانانو ته ډاډ ورکوي، چې یاده قضیه به په عادلانه او منصفانه توګه د قانون په رڼا کې څېړي او پایله به یې د قانون د احکامو په حدودو کې له خلکو سره شریکوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS